طالبان د ځپونکو او وېره اچوونکو سیاستونو په لړ کې د خپل رژیم د منتقدینو د کورنیو غړي مجازات کوي. د ټولنیزو رسنیو کاروونکي او په بهر کې د طالبانو نور منتقدین وايي چې د طالبانو پر رژیم د نیوکې له امله يې د کورنۍ غړي مجازات کیږي. د هغوی په وینا طالبانو په هېواد کې د منتقدینو د کورنیو غړي او خپلوان یرغمل کړي دي. ۸صبح ورځپاڼې له یو شمېر خبریالانو، پخوانیو دولتي چارواکو، د ټولنیزو رسنیو له کاروونکو او هغو کسانو سره په خبرو کې چې د طالبانو پر فعالیتونو نیوکې کوي، موندلې چې دغه کسان د خپلو کورنيو د غړو د ژوند په اړه د اندېښنې له امله مجبور دي چې په خپلو نظرونو کې ځان سانسور کړي. په تازه پېښه کې طالبانو په پکتیکا کې د فیسبوک د یوه کاروونکي ورور نیولی دی. د طالبانو پر رژیم دغه نیوکه کوونکي په یوه یادښت کې د طالبانو دغه اقدام پرهېوادوالو ظلم بللی دی.
په افغانستان کې د جمهوري نظام په ړنګېدو سره، طالبان له دوو لسیزو وروسته بېرته واکمن شول. دغې ډلې پر هېواد له واکمنېدو مخکې، د دوحې د سولې د خبرو پر مهال په خپلو څرګندونو او ویناوو کې په پرله پسې توګه د خپلو چلندونو او کړنو د بدلون خبره کوله. د دې ډلې استازو په قطر کې د سولې د خبرو پر مهال ویلي وو، چې د بیان پر ازادۍ او د رسنیو او ګوندونو پر ازاد فعالیت باور لري. خو د تېر لمریز کال په زمري مياشت کې له بيا واکمنېدو وروسته يې هغه کړنې تکرار کړې چې په خپلې لومړۍ دوره کې يې ترسره کړې وې.
په تيرو يو کال او اوو مياشتو کې طالبانو په پرله پسې ډول د ټولنيزو شبکو هغه منتقدين او کاروونکي نيولي، شکنجه کړي او توهین او تحقیر کړي چې د دغې ډلې پر سياستونو يې اعتراضونه او نيوکې کړي دي. د ټولنیزو رسنیو څو کاروونکي او خبریالان د طالبانو په اړه د انتقادي نظرونو د وړاندې کولو له امله له یوې اونۍ نه تر یو کال پورې پر بند محکوم شوي دي. دا منتقدین، چې ډیریو یې د زندان موده اوس اوس پوره کړې، دمګړی نه غواړي خپل نظر په رسمي ډول څرګند کړي. خو په شخصي خبرو کې تاییدوي چې د دې ډلې په زندانونو کې سخت شکنجه شوي دي او د خوشي کېدو پر مهال ترې اجباري اعتراف اخیستل شوی چې په راتلونکي کې به د دغې ډلې پر وړاندې نظر نه څرګندوي.
طالبانو په هیواد کې دننه د منتقدینو پر نیولو او شکنجه کولو سربیره، په ځینو موردونکو کې د هغو افغانانو د کورنیو غړي ګواښلي او مجازات کړي دي چې له افغانستانه بهر د دغې ډلې پر سیاستونو نیوکې کوي.
د ټولنیزو شبکو د کاروونو نیوکې او د هغوی کورنیو ته سزا ورکول
په دې وروستیو کې طالبانو په پکتیکا ولایت کې هغه کس نیولی، چې ورور یې د طالبانو له لوري د ښځو د تحصیل د ممنوعیت پر پرېکړې په یوه فیسبوکي پوسټ کې نیوکه کړې وه. ځايي سرچينو د شنبې په ورځ د سلواغې په لومړۍ نېټه ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي دي، چې د فیسبوک دغه کارونکی محمد نومېږي او اوس په بهر کې ژوند کوي. د سرچينو په وینا، د محمد تر نيوکې وروسته طالبانو د پکتيکا ولايت په يوسف خېلو ولسوالۍ کې د هغه ورور نيولى دى.
جهانزیب (مستعار نوم) د طالبانو د تګلارو یو منتقد دی. هغه چې اوس یې د فیسبوک نوم بدل کړی، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «دا ډله هېڅ قانون نه مني. په شريعت کې چې دوی ځانونه ورته ژمن ګڼي، هم جرم یو شخصي عمل دی. د یو چا خبرې په خپله په هغه پورې اړه لري او په هېڅ ځای کې یې داسې نه دي راغلي چې د غله پرځای دې یې پلار یا ورور ته سزا ورکړل شي.» جهانزیب ټینګار کوي: «شاوخوا یوه میاشت وړاندې ما پر خپل فیسبوک په بغلان ولایت کې د طالبانو د یوه ځايي قوماندان د چلند په اړه انتقادي نظر ولیکه. دې ډلې سهار وختي زما پلار جومات ته ور وغوښت او ګواښ یې ورته وکړ چې که د خپل زوی مخه ونه نیسې نو پر خپل عاقبت په خپله پوهېږې. دا یوازې یرغمل نیونه ده. افغانستان دا مهال د هر چا لپاره زندان دی، په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره چې د طالبانو مخالفت کوي.»
په هیواد کې د ټولنیزو شبکو د کاروونکو نیول او شکنجه کول
د ټولنیزو رسنیو کاروونکي او هغه کسان چې په افغانستان کې د طالبانو پر رژیم نیوکې کوي، نیول کیږي او شکنجه کیږي. په وروستي مورد کې دغې ډلې په غزني ولایت کې د ټولنیزو شبکو یو کاروونکی نیولی چې تر اوسه یې برخلیک څرګند نه دی. ځايي سرچينو د مرغومې پر ٢٦مه، تایید کړې ده، چې په دغه ولايت کې د يوه خصوصي پوهنتون يو محصل پر خپل فيسبوک د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو د تړلو په اړه د یوه انتقادي مطلب تر لیکلو وروسته نیول شوی دی.
بل خوا، د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکي او خبریالان چې تر دې وړاندې پر فیسبوک د انتقادي نظرونو د وړاندې کولو له امله د طالبانو له خوا نیول شوي وو، اوس یې یو شمېر له هېواده وتلي او یو شمېر نور چې په افغانستان کې دي، نه غواړي په دې اړه په رسمي توګه خپل نظر څرګند کړي. د هغوی په وینا، ښايي طالبان یې بیا بندیان او شکنجه کړي. هغوی اوس هم د خپلو کورنیو د غړو د ژوند په اړه اندېښمن دي او ټینګار کوي چې هدفي وژنې زیاتې شوې دي. د دوی په وینا طالبان په ځینو موردونو کې د نامعلومو وسله والو تر نامه لاندې خپل منتقدین وژني او د تل لپاره د هغوی اعتراض چوپ کوي.
د خپلو خپلوانو د پوښتنو ګروېږنو له امله د مخکینیو سیاستوالو او چارواکو چوپتیا
د طالبانو د رژیم یو شمېر مخالف سیاستوال او د مخکیني حکومت چارواکي چې اوس په بهر کې ژوند کوي، دا تاییدوي چې دوی تل په افغانستان کې د خپلو کورنیو او خپلوانو له خوا پیغامونه ترلاسه کوي چې د طالبانو په اړه خپل نظر څرګند نه کړي.
د مخکیني حکومت یوه چارواکي چې ۸صبح ورځپاڼې د خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې د طالبانو د کړنو په اړه د هغه د نظر اخیستل غوښتل، ټینګار وکړ، چې نه غواړي په خپل هویت سره خبرې وکړي. دغه مخکیني دولتي چارواکي د ۸صبح ورځپاڼې خبريال ته ویلي دي:« زموږ ټوله کورنۍ په افغانستان کې ده، هره خبره چې موږ له دې ځايه کوو، هلته د طالبانو له خوا هغوی شکنجه کیږي. طالبان زموږ کور ته ورځي او ګواښي یې. څو ځله د کورنۍ غړو غوښتنه کړې چې غوره دا ده چې د دوی (طالبانو)په اړه څه ونه وایاست.» هغه ټینګار کوي چې له طالبانو او د هغوی له منطقه تر دې د زیات څه تمه باید ونه شي.
شریف الله بهروز ( مستعار نوم) په مخکیني حکومت کې د هېواد یو عدلي او قضايي مسوول و. هغه اوس په یوه لویدیځ هیواد کې ژوند کوي. ښاغلی بهروز چې نه غواړي په رپوټ کې د خپل اصلي نوم په یادولو سره خبرې وکړي، وايي: « پر کورنۍ، خپلوانو او دوستانو مو سربیره، شتمنۍ او شخصي ملکیتونه هم د تالان په حال کې دي. څو ځلي يې په غير مستقيم ډول زموږ خپلوانو ته ويلي، چې خپل خدای ته شکر وباسئ چې کور مو درنه نه دی نیولی. په داسې حال کې چې کور مو شخصی او پلرنی دی. دوی (طالبان) له هېڅ منطق سره نه جوړېږي او هر څه یې چې زړه وغواړي، هغه کوي. غوره ده چې تاسو رسنۍ خبرې وکړئ، ځکه چې خلک یرغمل شوي دي.»
له پوښتنو او ګروېږنو سره د خپلو کورنیو له مخ کېدو نه د څېړونکو او شنونکو وېره
د دیني چارو یوه څیړونکي چې په امریکا متحده ایالتونو کې ژوند کوي، د خپلې کورنۍ د غړو د اندیښنې له امله د ۸ صبح ورځپاڼې د خبریال پوښتنې ته له ځواب ویلو ډډه وکړه. هغه د ښځو پر وړاندې د طالبانو د بندیزونو د دوام په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:« په خدای قسم، زړه مې له خبرو ډک دی، خو کورنۍ مې په خطر کې ده. وحشیان هیڅ څه ته ژمن نه دي. موږ بله چاره نه لرو، ګورو چې نړۍ څه کوي». هغه دغه راز ادعا وکړه، چې په هېواد کې د دې ډلې د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې یې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د تبعیضي سیاستونو په اړه څرګندونې کړې وې او تر هغې وروسته یو شمېر طالب جنګیالي په کابل کې د هغه کور ته ورغلل او پلار یې ورته وګواښه چې زوی یې باید نور د دې ډلې د رژیم په تړاو انتقادي خبرې ونه کړي.
ظاهراً لیدل کېږي چې د دیني چارو څېړونکي ته د طالبانو ګواښ د هغه د ځان سانسورولو لامل شوی دی. د ۸صبح ورځپاڼې خبریال د دغه رپوټ له چمتو کولو مخکې د هېواد د مشهورو دیني عالمانو د فیسبوک، ټویټر او نورو ټولنیزو رسنیو پاڼې څېړلې دي. دغه څېړنه ښيي چې ډیری هغوی د اخطار له ترلاسه کولو وروسته، د طالبانو د کړنو په تړاو هېڅ خبره او اعتراض نه دی لیکلي.
په همدې حال کې يو کس چې د روان لمريز کال په لړ کې په هېواد کې د طالبانو له خوا نيول شوى دى تاييدوي، چې سخت وهل ټکول شوى او سختې ورځې پرې تېرې شوې دي. هغه چې نه غواړي په دې اړه نور جزئیات ورکړي وايي: « له خوشې کېدو وروسته هم زما لپاره سختې او له کړاوونو ډکې ورځې وي. د اوس لپاره همدا بسنه کوي؛ ځکه چې تاسو پخپله د هیواد پرشرایطو پوهیږئ. زموږ ټول خپلوان او کورنۍ د طالبانو تر څارنې لانده ده او زموږ هره خبره د هغوی لپاره ژوند تریخوي.»
جبري اعتراف او تر نيولو وروسته چوپتيا
طالبانو د خپلې څه کم دوه کلنې واکمنۍ په لړ کې یو شمېر شنونکي او د رسنیو مشهورې څېرې نیولي او له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو وروسته یې خوشې کړي دي. د کابل پوهنتون پخوانی استاد او د سیاسي چارو کارپوه فیض الله جلال د تېر کال په ژمي په کابل کې د طالبانو له خوا ونیول شو. هغه د ۱۴۰۰ په مرغومې میاشت کې له خوشې کیدو وروسته، تر هغه مهاله چې له افغانستانه نه و وتلی، پر طالبانو د تېر په څېر نیوکه نه کوله، د طالبانو د کړنو په تړاو د ښاغلي جلال د نیوکو ژپه اوس هم د هغه له نيول کېدو د مخکې مودې په پرتله توپير لري.
د پوهنتون استاد او د طالبانو د سیاستونو منتقد سیدباقر محسني د فیض الله جلال له نیول کېدو دوه میاشتې وروسته زنداني شو. هغه تر نيول کېدو مخکې د طالبانو پر سياستونو سختې نيوکې کولې، خو له خوشې کېدو وروسته يې د پخوا په څېر په تلويزيوني بحثونو کې ګډون نه دی کړی او نيوکې يې نه دي کړي. پروېز خليل چې د پوهنتون استاد او د سياسي مسايلو کارپوه و، شاوخوا دوه مياشتې وړاندې د طالبانو له خوا ونيول شو او له څو اوونيو زنداني کېدو وروسته خوشې شو. هغه نور د طالبانو د سیاستونو منتقد نه دی. ۤۤپر شنونکو سربېره اعتراض کوونکې ښځې او نجونې هم له جبري اعتراف او چوپتیا سره مخ شوي وې. یو شمېر اعتراض کوونکو ښځې ۸صبح ورځپاڼې ته تاییدوي، چې طالبانو یې له کورنیو نه تضمین اخیستی، چې په راتلونکي کې به اعتراض نه کوي.
طالبان اوس مهال د خپلو سیاستونو ټول منتقدین ځپي، نیسي او شکنجه کوي. په هیواد کې سیاسي ګوندونه د رسمي فعالیت اجازه نه لري او په هیواد کې منتقدین او فعالې رسنۍ هم حق نه لري چې د دې ډلې مخالف نظرونه او اعتراضونه خپاره کړي. هېوادوال وایي، طالبان باید خلک یرغمل نه کړي، بلکې ټولو ته دې اجازه ورکړي، چې د ټولیز برخلیک په ټاکلو کې خپله ونډه ولري.