۸صبح، کابل: د غور په دولت یار ولسوالۍ کې ځایي سرچینې تاییدوي، چې د محمدرحیم جامي مثمر او غیرمثمرې ونې د دغه ولسوالۍ د ولسوال رحمت الله راسخ په امر پرې شوې او کور یې تخریب شوی دی.
سرچینو نن سه شنبه د وري پر دویمه له یوه وران شوي کور د ویډیو او انځورنو په رالېږلو ادعا کړې، چې د ونو پرې کول او د کور تخریب د دولت یار د ولسوال رحمت الله راسخ او د دغه ولسوالۍ امنیت امر فیاض له خوا د محکمې له قطعي امر پرته ترسره شوی.
سرچینو ویلي، چې د محمد رحیم جامي او محمدعارف ترمنځ د ځمکې شخړه تر اوسه روانه ده او محکمې لا وروستی حکم نه دی صادر کړی.
خو د دولت یار ولسوال امر کړی، چې محمد رحیم جامی دې ونې پرې کړي او د سرغړوني په صورت کې د شکایت حق نه لري.
د سرچینو په وینا، کله چې محمد رحیم جامي له دغه امر څخه سرغړونه وکړي، کور یې د دولت یار ولسوالۍ د امنیت امر له خوا تخریبېږي او ونې یې پرې کېږي.
د ښاغلي جامي خپلوان وایي، چې له محمدعارف سره یې د ځمکې په سر شخړه لرله؛ خو محکمې تر اوسه قطعي حکم نه دی صادر کړی.
د هغوی په وینا، له هغه ځایه چې د امنیت امر له محمدعارف سره خپلوي لري او قاضي او ولسوال هم د تره زامن دي، داسې حکم یې صادر کړی.
د مثمر او غیرمثمر ونو پرې کول په ټولو قوانینو کې منع دي او د صلاحیت لرونکې محکمې د وروستۍ پرېکړه په صورت کې، تر وروستي حده هڅه کېږي، چې ونې یوځای پرې نه شي.