۸صبح، غور: په غور کې سیمهییزو سرچینو د ترافیکو پرمخ د هرات – غور لویې لارې د تړل کېدو خبر ورکړی دی.
سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دا لویه لار جمعه د وري پر ۲۴مه له نیمې شپې وروسته د غور شهرک ولسوالۍ پورې اړوند د «درهتخت» په سیمه کې د سېلابونو راوتلو له کبله تړل شوې ده.
د سرچینو په خبره، د سړک دواړه خواوو ته لسګونه موټر او سورلۍ بند پاتې دي.
طالبانو تر اوسه په دې هکله څه ویلي نه دی.
دا په داسې حال کې ده چې له پرون راهیسې د هېواد په ډېرو برخو کې تېز بارانونه ورېږي چې له کبله یې په ځينو سیمو کې سېلابونه راوتلي دي.
پرون د څو ساعتونو لپاره د هرات – بادغیس لویه لار هم د تګراتګ پرمخ تړلې وه.