اختر د څو لنډیو په هېنداره کې
لنډۍ، د پښتو ادب بېمثاله مرغلرې دي. لنډۍ، د مینې او عاشقۍ، خواږه جامونه دي، چې معشوقه یې، خپل یار ته ډالۍ کوي. لنډۍ د ګمنامو او بېنامو شاعرانو د زړونو څراغونه دي، چې د پښتو ادب ته نوی رنګ او نوی ترنګ ورکوي. دلته د یوشمېر هغو لنډو غونډ واړندې کو، چې اختر په کې یاد شوی.
پېزوانه کوز شه اوبه وڅښه
سبا اختر دی په سرو شونډو به دې وړمه
جانانه خپل وطن ته راشه
غمازان ستا په جدايۍ اختر کوينه
– اختره! شکر دی چې راغلي
په انتظار درته له ډیرې مودې ومه
-اختر پر وخت د ګلو راغی
زما له نازک زړګي نه خيژي فريادونه
– اختر په ټوکو ټوکو راغی
نه مې اوږۍ شته نه د غاړې تاویزونه
– اختر پر ورځ دې ځان سینګار کړ
څوک دې په زړه دي چې ډاډه وهي ټالونه
– اختر ته ځکه خوشحالیږم
چې مرور جانان به ما پخلا کوينه
– اختر ته ځکه خوشحالیږم
چې مسافر اشنا مې کلي ته راځینه
– اختر ته ډیره خوشحالیږم
زما د یار وعده اختر ده را به شینه
– اختره! تل تر تله اوسې
زه د الله په در کې دا دعا کومه
– اختره! تل تر تله اوسې
چې د بیلتون په کور تر مرګه وي ویرونه
– اختر چې تير شي بیا به راشي
دا د ځوانۍ عمر چې تیر شي بیا نه راځینه
– اختر خو راغی یار مې نشته
د خندا ډکه خوله به چا ته ورکومه
– اختر د واړو مبارک شه
که مسافر وي که د یار تر څنګه وينه
– اختر یوه لویه خوشحالي وي
چې زړونه اخلي پرې د عمر پېوندونه
– اختر زما په نصیب نشته
زه د وصال په تمه ستا یم مړ به شمه
– اختر نیږدې دی یاره راشه
مبارکي به یو بل ته ورکوونه
– اختر چې تیر شي بیا به راشي
خاورو ته تللی اشنا بیرته نه راځینه
– اختره! ډير دې احسان مند یم
چې مرور اشنا مې بیا غیږ ته راځینه
– اختره! ستا خوشحالي به څه کړم
زه د بیلتون له لاسه اور کې ستې شومه
-اختره! څنګه به خوشحالي کړم
چې مې پراته دي په زړګي دلۍ دلۍ غمونه
– اختر پرون و، پرون تیر شو
د بغدادي کوترو اوس راغله سیلونه
-هر مازد يګردی لوی اختر دی
ګودره ! ځکه دی صفت هر ځای کو مه
-اختر پرون تېر شو عالمه
د بغدادو کوترو نن راغلل سيلونه
-اختر په منډه منډه راغی
نه مې نتکۍ شته د نه د غاړې تاويزونه
-ما ويل يوازې زما يار يې
د اختر ټال يې هر سړی دې زنګوينه
- …
ژوند دې وي، مینه دې وي او پښتو لنډیو ناتمامه نغمه دې د مینو زړونو له سپین سمندره په څپو وي!