جهادي مشران، سیاسي څېرې او د مخکیني حکومت لوړپوړي چارواکي له سقوط نهه میاشتې وروسته راڅرګند او غونډ شوي او د افغانستان د برخلیک او سیاسي راتلونکي په اړه یې خبرې اترې کړې دي.
دغه خبرې اترې سه شنبه شپه په انقره کې د ملي جنبش ګوند مشر او د ولسمشرۍ پخواني لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم په کور کې شوې دي. د دغې ناستې امنیت د ترکیې پولیسو نیولی و. دغه اوږده ناسته د شپې په ۹:۰۰ بجو پيل شوه او د سهار تر ۴:۰۰ بجو یې دوام وکړ. ناسته د پخواني مشر عبدرب الرسول سیاف له خوا مشري او مدیریت شوې ده.
سرچینې لیکوال ته وایي، چې په دې ناسته کې اختلافونه او د یو بل ضد لیدلوری وو؛ خو سیاف ناسته ډېره ښه مدیریت کړې او له ټولو یې غوښتي چې اوسمهال دې اختلافونو پرېږدي او پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره دې یوځای او په ژمنتیا سره عمل وکړي.
سرچینې وایي، چې دغه سیاسي څېرې د مارشال دوستم په کور کې د «افغانستان ژغورنې د مقاومت عالي شورا» په نامه یوه شورا رامنځته کړه، چې ۲۵ غړي لري او مشري یې په وار سره کېږي. د افغانستان د ژغورلو لپاره د مقاومت عالي شورا به بېلابېلې کاري کمېټې ولري چې تر اوسه نه دي ټاکل شوې او کار پرې روان دی.
هغه څه چې د افغانانو لپاره د پوښتنې وړ دي، دا دي چې دغه سیاسي څېرې په تېرو نهو میاشتو کې چېرې وې او ولې یې د طالبانو له کنټرول څخه د افغانستان د ژغورلو لپاره پروګرام او کړنلاره نه سنجوله. تر دې مخکې هم رسنیو اعلان کړی و، چې د ترکیې دولت په دغه هېواد کې د مخکیني حکومت مېشتو مشرانو ته د سیاسي فعالیت اجازه نه ده ورکړې او ویلي یې و، چې یوازې په همدې هېواد کې اوسېدای شي.
لامل یې هم دا و، چې انقرې له طالبانو سره ښې او نږدې اړیکې لرلې او لري یې. انګېرنې دا دي، چې نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه لوېدیځ باور درلود، چې له طالبانو سره د تعامل او خبرو اترو له لارې او دغې ډلې ته په فرصت ورکولو سره کولای شي، په افغانستان او سیمه کې خپلې سیاسي موخې ښې مخته بوځې او د طالبانو دولت باوري کړي، چې د بشري حقونو مسایل، ټولګډونه حکومت او د ښځو حقونو برابرولو ته کار وکړي؛ خو له نهو میاشتو وروسته او د القاعدې او داعش د فعالیتونو له ډېرېدو سره دې پایلې ته ورسېدل، چې د دې ډلې له سیاسي مخالفینو سره هم باید تعامل وکړي.
له همدې امله، ویل کېږي، چې دغه ناسته د ناټو غړو سره چې ترکیه یو له هغوی ده، په سلا مشورې ترسره شوې ده. په داسې حال چې ترکیې په دودیز ډول له جهادي مشرانو او ځینو سیاسي څېرو سره اړیکې لرلې؛ خو د هغه پیغام له امله چې د ملاتړو له خوا یې په ناټو کې ترلاسه کړی و، په نهو میاشتو کې دغو سیاستوالو ته د فعالیت اجازه نه ورکوله. د معلوماتو له مخې، لومړي پړاو کې لوېدیځوالو له دغې شورا طالبانو سره د تعامل او سیاسي حلارې غوښتنه وکړه، تر څو د خبرو اترو او د ټولشموله او ټولګډونه حکومت جوړولو لپاره زمینه برابره کړي. د دغې سرچینې په وینا، تر اوسه پر پوځي ټکو فکر نه دی شوی.
له همدې امله په لوېدیځ کې د طالبانو مخالفې جبهې ته د سیاسي فعالیت زمینه برابره شوې ده. ویل کېږي، چې د افغانستان د ژغولو لپاره د مقاومت عالي شورا به تر دې وروسته د ترکیې په ګډون په څلور نورو اروپایي هېوادونو کې د سیاسي فعالیت او د افغانستان په اړه د ناستو اجازه ولري. اوسمهال اتریش او سویس له ترکیې وروسته هغه هېوادونو یاد شوي چې بل ځل خبرې اترې پکې کېږي.
سرچینې تاییدوي، چې لوېدیځوالو تر دې مخکې فکر کاوه، چې طالبان به ښه او د باور وړ ستراتیژیک شریکان وي. له طالبانو څخه د لوېدیځ تمه دا وه، چې د خلیج حوزې عربي هېوادونو په شان به له لوېدیځ سره د استبدادي رژیم تعامل پیل کړي؛ خو د طالبانو د نهو میاشتو کړنو او چین او روسیې سره د دغې ډلې نږدې کېدو، لوېدیځ ته یو ډول بدګوماني راپورته ده. له همدې امله، لوېدیځ او په ځانګړې توګه ناټو د طالبانو له مخالفو څېرو او سیاستوالو په ملاتړ لاس پورې کړی دی.
ویل کېږي، چې په نږدې راتلونکي کې به سیاسي څېرې، د لوېدیځ استازو په شتون سره په ویانا کې یوه ناسته وکړي. د طالبانو د مخالفو مخکینيو دولتي او جهادي مشرانو د سیاسي فعالیتونو له پیل او هېواد کې د چریکي جګړو له زیاتېدو وروسته، د نړیوالې ټولنې له خوا به پر طالبانو فشار زیات شي او افغانستان به یو ځل بیا د لوېدیځ محراق وګرځي.
ځینې نور بحثونه لکه په هېواد کې د نظام ډول او حکومتولي د دغې شورا د تېرې شپې په بحثونو کې شامل و، چې له ځینو مخالفتونو او نیوکو سره مخ شوي دي؛ خو رسول سیاف د دغې شورا د رییس په توګه له ټولو وغوښتل، چې خپله انرژي د طالب پر وړاندې د یووالي لپاره وکاروي.