افغانستان د پاڼ پر ژۍ ولاړ دی. د قانون لمن ټوله شوې ده. حاکمیت د خلکو نه دی. سیاست، اقتصاد، فرهنګ او ټول مفاهیم چې د یوه ځوابویونکي، متکثر او ولسي دولت ځانګړې دي، نابودې شوې دي. د ټولیز ژوندانه د بېلابېلو برخو مخکښان چې د انساني پانګې د ودې او په ټولو اړخونو کې د پراختیا سبب کېدل، د طالبانو په لاس د افغانستان په سقوط له هېواده وتلي دي او اوس افغانستان د داسې کسانو په لاس اداره کېږي، چې نه یوازې د مدرنې نړۍ او اوسني عصر له غوښتنو سره بلدتیا نه لري؛ بلکې د داسې صفاتو لرل مردود او ګناه هم شمېري. هغه کسان چې نن پر کابل واکمن دي، د بشري حقونو او مدرن ارزښتونو له الفبا او د افغانستان له اوسنیو واقعیتونو سره ژوره دښمني لري او د دغو باورونو لپاره لږ تر لږه شل کاله جنګېدلي دي. په دې ورځو کې د افغانستان شاتګ او د افراطیت په لمن کې د افغانستان پرېواته ليدل کېږي او په بېلابېلو برخو کې هېواد عملاً شدید بحران او پاشلتیا تجربه کوي.
بلخوا پخواني واکمنان او سیاستوال چې د تودو اوبو د سیند پر غاړو غځېدلي، د هېواد واکمنۍ ته یې سترګې پټې کړې دي، هغه مهال یې هم د هېواد د کړکېچ هواري ته پلان نه لاره او نن هم ورته کوم پلان نه لري. هغوی هغه مهال چې د واک پر سرې غالۍ ګام کېښود، لرلید يې نه لاره، ارزښتناک فرصتونه یې له لاسه ورکړل، د خلکو له دسترخوانه یې ډوډۍ واخیسته او خپل دسترخوان يې پرې غوړ کړ، تر څو خلک له سیاسي دغدغې او د هېواد راتلونکي ته له هیلو پرته د دوی شاوخوا راټول او د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره يې ستاینه وکړي. دغه ټولي پر شتمنۍ دومره ایمان راوړی و، چې نن د ټولو خلکو له نظره پرېوتي دي. د هغوی پر وړاندې غبرګونونه په ډاګه ښيي، چې څومره خلک یې یوازې پرېښوول. یو وخت چې د رایو ماشینونه وو او ځانونه يې افسانه يي اسطورې بللې، نن د نړیوالې ټولنې له خوا هېر شوي دي.
د اسلو غونډې د زور او زر واکمنانو ته یو پیغام و. د یوه دولت په کچه د طالبانو هرکلی او ورسره خبرې اترې، د هغوی د رسمیت پېژندلو په برخه کې یو ګام ګڼل کېږي. له همدې کبله، له طالبانو سره د نړيوالې ټولنې اوسنی تعامل او د تېرو شلو کالو چارو څنګ ته کول يې، د رسمیت پېژندلو لپاره څرګندې نښې نښانې دي. لوېديځ ښايي دې پایلې ته رسېدلي وي، چې طالبان د افغانستان بې سیاله واکمنان دي او که ملاتړ يې ونه شي، د مهاجرو یو سېلاب پرې وردرومي او د لوږې بحران لا هم پراخېږي. هغه مهال اړ کېږي، چې تر دې درنه بیه پرې کړي. له دې کبله يې له طالبانو سره د تعامل او مرستې لار خپله کړې ده. د طالبانو لابي ګرانو د سیمې او نړۍ قدرتونه دې پایلې ته رسولي دي، چې که د طالبانو ملاتړ ونه شي، لوږه زیاتېږي، تروریزم پياوړی کېږي او د کورنۍ جګړې شونتیا هم ډېرېږي.
د نړیوالو چارو ته په کتو، همدا اوس طالبان په افغانستان کې بالفعل او بالقوه ځواک بلل کېږي. د معلوماتو له مخې، لوېديځ دې پایلې ته رسېدلی: سیاسي ځواکونه او ګوندونه چې په تېرو شلو کالو کې دروني انسجام ته ونه رسېدل، د نړۍ مطمین اړخونه نه شمېرل کېږي. له همدې کبله، وړاندوینه کېدای شي، چې نړۍ به د طالبانو رسمیت پېژندلو ته زړه ښه کړي او طالبان به هم د رسمیت پېژندلو او د نړیوالو مرستو د ترلاسي لپاره دروني اصلاحات راولي. د طالبانو سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر په اسلو ناسته کې وویل، چې هغوی د ښځو چارو وزارت د بیاپرانیستلو په تړاو په خبرو بوخت دي، د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې به د خپلو معیارونو پر اساس پرانیزي. لوېديځوالو ته همدا موارد کافي دي، تر څو خپلو هېوادوالو ته ووايي، چې طالبان عصري شوي دي. ټاکنې او د خلکو اراده دمګړۍ اروپايي هېوادونو ته لومړیتوب نه لري او هغوی له مستبدو دولتونو سره غاړه وړلی او همکاري کولی شي.
له بلې خوا، د ملي مقاومت جبهه چې فکر کېږي، د طالبانو پر ضد ودرېږي، تر اوسه د لوېدیځ له خوا جدي نه ده شمېرل شوې او په اوسني جوړښت سره نه شي کولای په نړیواله او سیمه ییزه کچه ویلو ته څه ولري. دا جبهه هغه مهال له اوسني ناهیلي حالته وتلی شي، چې نسلي درز له منځه یوسي. د نوي او پخواني نسل غوښتنې سره پخلا کړي او د ټولو قومي جریانونو باور ترلاسه کړي. که داسې ونه شي، په تبعید کې به یو «اعلامیه خپروونکی» ځواک وي.
بالاخره، که طالبان سیاسي عقلانیت ته غاړه کېنږدي، له غچ اخیستنې لاس په سر نه شي، له یوقومي حاکمیت او ملاتوب څخه تېره نه شي او د مخکښانو او تکړه کسانو تېښتې ته همداسې زمینه برابره کړي، د خلکو غوښتنې تر دې زیاتې له پامه وغورځوي، د ښځو په هکله پر خپلو بندیزونو ټینګار وکړي او ټولیزې ارادې ته درناوی ونه لري، د خپل ځان پر وړاندې د خلکو کرکه زیاتوي، قومي درزونه پراخوي او جګړې ته لار هواروي.