۸صبح، نیمروز: په نیمروز ولایت کې ځایی سرچینې وایی چې د دغه ولایت په مرکز کې د وسله والو طالبانو او یوې ډلې وسله والو ترمنځ جګړه پای ته رسېدلې ده.
د هېواد په لوېديځ کې د نيمروز ولايت سيمه ييزو سرچينو ۸ صبح ورځپاڼې ته ويلي، چې دغه جګړه نن یکشنبه (وري ۲۰)، شاوخوا پنځه بجې د زرنج ښار په سيداباد سيمه کې د طالبانو او وسله والو ترمنځ پيل شوه چې یو ساعت یې دوام درلود.
د دوی په خبره، د دې جګړې په ترڅ کې طالبانو یوه ښځه او یو کوچنی ماشوم په ټپي حالت کې له سیمې څخه ایستلي دي.
له بلې خوا ويل کيږي چې د وسله والو له ډلې څخه يو نارينه او دوه ښځې هم د جګړې له ساحې څخه د وسله والو طالبانو له خوا نيول شوي دي.
ويل کيږي چې په دې جګړه کې طالبانو د سپکو او درنو وسلو د کارولو ترڅنګ هغه کور هم په بمونو والوزاوه چې وسله والو د طالبانو په جنګياليو لدي کوره ډزې کولې.
بلخوا په نيمروز کې طالبانو هم د جګړې رامنځته کېدل تاييد کړي او ادعا کوي چې د دغه ولايت په مرکز کې يې د داعش وسله والو پر يوه پټنځاى عمليات کړي دي.
په زرنج ښار کې د طالبانو سيمه ييز مسوولين وايي چې په دې نښته کې دوه داعش وسله وال وژل شوي او يو بل يې نيول شوى دى.
سیمه ییزو سرچینو او طالب چارواکو د دې ډلې د جنګیالیو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې طالبانو له وسله والو افرادو او داعش سره په خپلو وسله والو نښتو کې د خپلو جنګیالیو مرګ ژوبله پټه ساتلې او په دې اړه یې روغتیایې ادارې هم له معلوماتو ورکولو منع کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د نیمروز ولایت د مرکز زرنج ښار په معصوم آباد سیمه کې د طالبانو او داعش د خراسان څانګې د جنګیالیو ترمنځ په نښته کې درې طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي وو.