د اروپايي ټولنې او پاکستان ګډه اعلامیه: په افغانستان کې د تاوتریخوالي دوام د سولې له هڅو سره په ټکر کې دي

د ۸صبح پښتو مجله، م. ظریف صمیم

اروپايي ټولنې او پاکستان د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د تاوتریخوالي دوام د سولې لپاره له غوښتنو او سیمه ییزو هڅو سره په ټکر کې بللی دی.
اروپايي ټولنې او پاکستان په اعلامیه کې له روانو مذاکراتو د ملاتړ ترڅنګ، ټینګار کړی چې د سولې په خبرو کې باید د اقتصادي او ټولنیزو پرمختګونو، بشري حقونو، د افغانانو په تېره بیا د ښځو او ځوانانو د اساسي آزاديو په برخو کې د تېرو نولسو کلونو لاس ته راوړنو خوندیتوب او ساتنې ته پام وشي چې افغانستان سوکالۍ او ثبات ته ورسېږي.په دغه اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه، له افغان دولت او طالبانو غوښتل شوي چې له کورونا ویروس سره د مبارزې په موخه د ملګروملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوترش د غوښتنې په ځواب کې، بشردوستانه اوربند اعلان کړي.
د اروپايي ټولنې او پاکستان په ګډه اعلامیه کې وېل شوي چې د تاوتریخوالي دوام له کورونا ویروس سره چې افغانستان او سیمه ورسره مخامخ ده مقابلې ته زیان رسوي.
اروپايي ټولنې او پاکستان له دولت او طالبانو غوښتي چې سولې ته د رسېدو لپاره د واقعي ژمنې د ښودلو لپاره، د تاوتریخوالي د بشپړ پای ته رسولو لپاره هڅې وکړي.
اروپایي ټولنې او پاکستان د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له بهیره ملاتړ کړی دی. په اعلامیه کې د سولې په بهیر کې له هڅو او د دوحې له هوکړې او همداراز د کابل ـ واشنګټن له ګډې اعلامیې ملاتړ شوی دی.
په اعلامیه کې له دولت او طالبانو غوښتل شوي چې په افغانستان کې تلپاتې سولې او ټیکاو ته د رسېدو لپاره جدي هڅې وکړي. اروپايي ټولنې او پاکستان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان کډوالو د راستنېدو د شرایطو برابرولو لپاره هڅې وکړي.
دا اعلامیه په داسې شرایطو کې صادره شوې چې په هېواد کې تاوتریخوالی کم زیات شوی او په دوحه کې بین الافغاني مذاکرات هم له بندون سره مخامخ شوي دي. دا خبرې د وږی له ۲۲مې نېټې له کومې پایلې پرته د قطر په پلازمیني دوحه کې روانې دي.

ورته لیکنې

Back to top button