۸صبح، کابل: معتبرې سرچینې وايي چې طالبانو د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزارت د دویم سیاسي ریاست جګپوړی ډیپلوماټ سید نبي نبیل نیولی دی.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دا ډیپلوماټ پنجشنبه د غويي پر ۶مه د کابل ښار ۱۵مې حوزې اړوند د شهرک مسعود په سیمه کې له خپل کور څخه نیول شوی دی.
د نبیل د نیول کېدو لامل چې د افغانستان اسلامي جمعیت غړی هم دی، څرګند نه دی.
سيد نبي نبيل د تخار ولايت د فرخار ولسوالۍ د سنګاتش کلي اصلي اوسېدونکی دی او د تېر حکومت پرمهال په کويټ او سعودي عربستان کې د افغانستان د سفارتونو مرستيال و.
هغه په لومړي مقاومت کې د احمدشاه مسعود یو کلیدي غړی و او د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې د دغې ډلې تر کنټرول لاندې د بهرنیو چارو په وزارت کې کار کاوه.
نوموړی په کابل ښار کې اوسېده.
طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
د يادونې ده چې طالبانو د خپلې واکمنۍ راپدېخوا د پخواني حکومت سلګونه سرتېري نيولي، بنديان او شکنجه کړي او ان په ځينو پېښو کې يې وژلي دي.
که څه هم طالبان د بشري حقونو د سازمانونو له خوا په پراخه کچه د بشري حقونو په سرغړونو تورن دي؛ خو دا ډله دغو سازمانونو ته هېڅ ځواب نه ورکوي.