۸صبح، کابل: د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې مالیزیا له دغې ډلې سره د سایبري امنیت په برخه کې همکارۍ ته چمتو ده.
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، دا موضوع پنجشنبه د غويي پر ۶مه د ماليزيا له پلاوي سره د سراجالدين حقاني د ليدنې پرمهال مطرح شوې ده.
نوموړي وزارت د ډاکټر داتو شازلینا له قوله ویلي چې مالیزیا غواړي له طالبانو سره د سایبري امنیت او ډیجیټل جرمونو په برخه کې خپلې تجربې او ظرفیتونه شریک کړي.
په دې لیدنه کې همداراز دواړو خواوو د نشهيي توکو پر وړاندې د ګډې مبارزې پر دوام ټینګار کړی دی.
حقاني په دې لیدنه کې ویلي چې طالبان له اسلامي هېوادونو سره د ښې اړيکې او همکارۍ غوښتونکي دي.
د دغه هېواد په پلاوي کې د مالیزیا د لومړي وزیر دفتر او د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو استازي هم ګډون لري.
تر اوسه د مالیزیا حکومت په رسمي ډول له طالبانو سره د دغه پلاوي د لیدنې په هکله څه نه دي ویلي.
دا د طالبانو په واکمنۍ کې افغانستان ته د مالیزیا د پوځي او امنیتي پلاوي لومړی سفر دی.