۸صبح، کابل: د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې دغې ډلې له ترکمنستاني پلاوي سره پر بېلابېلو اقتصادي او سوداګریزو مسایلو خبرېاترې کړې دي.
دغه وزارت جمعه د غويي پر ۷مه د دې ناستې د جوړېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د تورغونډۍ په بند کې د لوی او ګډ لوژستیکي مرکز د جوړېدو او د طالبانو، ترکمنستان او قزاقستان ترمنځ د درې اړخیز ټرانزیټي تړون په هکله خبرېاترې شوې دي.
د طالبانو د سوداګرۍ وزارت همداراز ویلي چې په دې ناسته کې د مرمر او سمنټو په ګډون د افغانستان د معدني ډبرو د صادراتو پر زیاتوالي ټینګار شوی دی.
د افغانستان د اورګاډي د پټلۍ پراختیا، د تیلو او ګازو د لېږد رالېږد اسانتیا، د افغانستان پر صادراتي توکو د قرنطین لیرې کول او د بانکي اړیکو پراختیا هغه نور موضوعات دي چې د دواړو لورو د پلاوي له خوا پرې بحث شوی دی.
دواړو خواوو د افغانستان، قزاقستان او ترکمنستان ترمنځ د درې اړخیزې ناستې پر جوړېدو هم هوکړه کړې ده؛ خو دا لا په ډاګه نه ده چې دا ناسته به کله جوړه شي.
د ترکمنستان د کابینې د ټرانسپورټ او مخابراتو رئیس محمدخان چاقییف په مشرۍ د ترکمنستان یو پلاوی درې ورځې دمخه کابل ته راغلی او دلته یې د طالبانو له بېلابېلو چارواکو سره ولیدل.