د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د کډوالو د اېستلو دویمه څپه د ۲۰۲۴ د اپرېل له ۱۵مې پیلوي. د دغه بهیر لومړۍ څپه د ۲۰۲۳ کال د نومبر له لومړۍ پېل شوه او د همدې کال د سپټمبر تر ۱۵مې په شدت سره روانه وه. رسنیو د ملګرو ملتونو د چارواکو له خولې راپور ورکړ، چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۱۳مې پورې له پاکستانه لږ تر لږه ۵۲۰ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د دغو کډوالو لږ شمېر د پاکستان د حکومت د فشار له امله بېرته هېواد ته راستانه شول او پاتې نور يې د دغه هېواد د پوليسو لخوا تر نیول کېدو وروسته را واېستل شول. د رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان حکومت لږ تر لږه ۵۰۰ زره افغان کډوال اېستلي دي.
د انوارالحق کاکړ په مشرۍ د پاکستان لنډمهالي حکومت چې د کډوالو د اېستلو بهیر یې پیل کړ، تر هغې څو میاشتې وړاندې د کډوالو پر ضد پراخ تبلیغات وکړل څو عامه ذهنونه د کډوالو اېستلو ته چمتو کړي. د جنایي جرمونو له تورونو نیولې د ترهګریزو بریدونو تر تورونو پورې په افغان کډوالو ډېر کوچني او لوی تورونه ولګېدل څو پاکستاني وګړي هم د هغوی پر وړاندې بدبینانه نظر ولري. پاکستاني ټلویزیون او نورو رسنیو په میاشتو میاشتو د کډوالو پر ضد تبلیغات کول او د هغوی پر وړاندې یې بدبینانه نظر خپراوه. له بلې خوا، د پاکستان حکومت د ملکیتونو خاوندانو ته خبرداری ورکړ، چې که ناقانونه کډوالو ته کورونه په کرایه ورکړي، څه باندې ۴۰۰سوه زره پاکستانۍ کلدارې جریمه کیږي . دا خبرداری د دې لامل شو، چې د ملکیتونو ډیری خاوندان له خپلو کورونو هغه افغان کډوال وباسي چې قانوني اسناد نه لري.
پرون هم د پاکستان یوې رسنۍ سما ټلویزیون راپور ورکړ چې په تېرو لسو ورځو کې په پاکستان کې لږ تر لږه ۸۵۸۱ افغان کډوال نیول شوي او له دغه هېواده اېستل شوي دي. د دومره افغان کډوالو اېستل د یوه بل پراخ بهیر پیل دی چې د پاکستان د مرکزي حکومت په امر ترسره کیږي. د ۲۰۲۴ کال د مارچ ۲۷مه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د پنجاب ایالت حکومت ته امر وکړ چې د اپریل له ۱۵مې د کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیل کړي. په تېره میاشت کې په بلوچستان ایالت کې د پولیسو موټرو په کوڅو کې د لاوډ سپیکرونو له لارې اعلان وکړ چې ناقانونه کډوال باید د اپریل له ۱۵مې مخکې له پاکستانه ووځي. د خیربختونخوا سیمه ییز حکومت هم اعلان کړی، چې د وري میاشتې تر ۲۷مې(پرون) پورې د افغانستان د تابعیت د کارت لرونکو د پېژندنې او تفکیک بهیر بشپړ شوی او د اېستلو بهیر پیل شوی دی. ټاکل شوې په دې پړاو کې د افغانستان د تابعیت کارت (ACC) لرونکي کسان چې شمېر یې ۸۵۰ زرو ته رسېږي، و اېستل شي. د پاکستان حکومت له پیله اعلان کړی چې غواړي ۱.۷ میلیونه ناقانونه کډوال وباسي.
دغه وضعیت په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو ترمنځ پراخې اندېښنې راپارولې دي. یو شمېر دغه کډوال له لسیزو راهیسې په پاکستان کې اوسیږي او هلته یې کارو بارونه دي. لکه څنګه چې د پاکستان حکومت د هغوی ملکیتونه مصادرکوي او یوازې د ۵۰ زره کلدارو (شاوخوا ۲۰۰ امریکایي ډالر) د وړلو اجازه ورکوي، په افغانستان کې به له پراخې بې وزلۍ سره مخ شي. له دې امله چې په افغانستان کې د کار بازار خورا خراب دی، ډېری کډوال به له زیاتو ستونزو سره مخ شي. له همدې امله، هېواد ته د نږدې یو میلیون نورو وزګارو کډوالو په راتګ سره به بې روزګارۍ زیاته او په پای کې د جنایي جرمونو کچه لوړه شي. که دا کورنۍ په پاکستان کې نسبتاً ښه کارو بارونه ولري، نو افغانستان ته په راتګ سره خورا بېوزله کېږي. بې زلي به د نورو ستونزو ترڅنګ د هغوی ماشومان له زده کړو بې برخې کړي، ځکه چې کورنۍ به یې د خپلو ماشومانو د زده کړې لګښت نه شي پوره کولای. دا وضعیت د طالبانو او داعش په ګډون افراطي او بنسټپالو ډلو ته فرصت ورکوي چې ماشومان او تنکي ځوانان خپلو لیکو ته جذب کړي. د خپلو اولادونو د زده کړو په برخه کې دغو کورنیو ته یوازینۍ پاتې لاره د طالبانو هغو مدرسو ته د هغوی لېږل دي چې د زده کوونکو د شپې او ورځې لګښت برابروي. البته، دا یوازې د هلکانو لپاره ممکنه ده او نجونې په بشپړه توګه بې برخې کیږي. د طالبانو په دیني مدرسو کې زده کړه د افراطیت د خپریدو په مانا ده.
له بلې خوا په پاکستان کې په زرګونو افغان کډوال شته چې د امنیتي ګواښونو له امله له هېواده وتلي دي. له بده مرغه د UNHCR په ګډون د کډوالو ملاتړو بنسټونو د پاکستان حکومت ته قناعت نه دی ورکړی چې د دغو کډوالو ژوند خوندي کړي. په دغو کسانو کې خبریالان، پخواني امنیتي ځواکونه، مدني فعالان او … شامل دي چې هېواد ته د ستنېدو پر مهال یې ژوند له خطر سره مخ کیږي. په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو ډلې په پرلپسې ډول هغه پخواني پوځيان چې له پاکستان او یا ایرانه اېستل شوي وو، په نښه کړی او وژلي دي. ښايي د هغوی لپاره تر ټولو کمې پېښې چې ورسره مخ کیږي، د تر ټولو سختو غير انساني شکنجو لاندې د طالبانو زندان ته لوېدل وي. نو له پاکستانه د افغان کډوالو ډله ییز اېستل د نورو ستونزو ترڅنګ د زرګونو کسانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
په داسې یوه حالت کې د بشري حقونو، خبریالانو او پناه غوښتونکو ملاتړي سازمانونه باید په پراخه کچه فعالیت پیل کړي څو له پاکستانه د کډوالو د دې پراخې د اېستنې مخه ونیسي. د مرګ کومې ته د زرګونه کسانو لېږل به د پاکستان د حکومت او د بشري حقونو سازمانونو لپاره لوی شرم وي. د کډوالو ملاتړي هېوادونه او اړوند نړۍوال سازمانونه باید له ټولو ممکنه لارو هڅه وکړي چې د پاکستان له حکومت سره خبرې وکړي او په پای کې د کډوالو د اېستلو بهیر ودروي. هغه حکومتونه چې د افغان کډوالو دوسیې څېړي هم باید په دې وضعیت کې دغه بهیر چټک کړي.