فایننشل ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د ایران د تېلو صادرات په تېرو شپږو کلونو کې خپلې لوړې کچې ته رسېدلي او د دغه هېواد لپاره یې ۳۵ میلیارده ډالره ګټه کړې ده.
دغې ورځپاڼې پنجشنبه د اپریل پر ۱۸مه راپور ورکړی چې تهران د روان میلادي کال په درېیو لومړیو میاشتو کې په منځنۍ کچه د ورځې یو میلیون او ۵۶۰ بوشکې تېل صادر کړي چې ډېره برخه یې چین ته ده.
د راپور پر بنسټ، دا شمېر د ۲۰۱۸ کال د لومړیو درېیو میاشتو راوروسته تر ټولو لوړ دی.
په راپور کې د «ورتسکا» شرکت کارپوهانو له قوله راغلي چې ایران تېر کال د تېلو د لېږد ټانکرونه هم ډېر کړي او اوسمهال یې شمېر ۲۵۳ ته رسېږي.
د راپور په حواله، د لویو ټانکرونو شمیر چې د دوه میلیون بېرله تېلو د لېږد وړتیا لري، د ۲۰۲۱ کال راوروسته دوه برابره شوي دي.
د یادونې ده چې چین د خپلې اړتیا وړ ۱۰ سلنه تېل له ایرانه واردوي.
بل پلوه بیا څه موده وړاندې د ایران د نفتو وزیر جواد اوجي ویلي و چې پروسږکال تهران د تېلو له صادراتو څه باندې ۳۵ میلیارده ډالره ګټه کړې ده.