۸صبح، بدخشان: بدخشان کې ځایي سرچینې وایي، چې طالبان وروسته له هغې چې پنجشېر کې له مقاومت جبهې سره په جګړه کې درانه تلفات ولېدل، د هېواد له بېلابېلو ولایتونو جنګیالي راټولوي.
بدخشان کې سرچینې نن چهارشنبه د غبرګولي پر ۱۱ وایي، چې په دغه ولایت کې له څو ورځو راهیسې پنجشېر کې له مقاومت جبهې سره د جګړې لپاره په جبري توګه د ځوانانو د نیولو بهیر چټک شوی دی.
د سرچینو په وینا، طالبان هغه کسان چې د پنجشېر په جګړه کې د ګډون مخالفت کوي، وهي او ټکوي.
سرچینې زیاتوي، چې ډېر شمېر کورنۍ د طالبانو له تاوتریخوالي سره سره توانېدلې چې خپل اولادونه په بهارک ولسوالۍ او فیض اباد ښار کې د طالبانو له لیکو څخه رابېل کړي او خپلو کورونو ته یې وګرځوي.
د ویلو ده، چې دوې ورځې مخکې هم طالبانو له روزګان څخه د پنجشېر جګړې لپاره ۵۰۰ تنه لېږلي.