۸صبح، کابل: افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ پلاوي (یوناما) مخکیني مرستیال د ښځو د کار او زدهکړو په اړه د طالبانو د نوې پرېکړې په غبرګون ویلي، چې نړۍ افغانستان ته د اړتیا وړ پاملرنه نه لري او د نړۍ بېپامي د دې لامل شوې چې طالبانو له ښځو د کار او د زدهکړو حق واخلي.
د یوناما مخکیني مرستیال توبي لنزر یکشنبه د مرغومي پر څلورمه نېټه د یوه ټویټ په خپرولو ویلي، چې طالبان کولای شي په سختو قوانینو سره ښځې له کار کولو بېبرخې کړي ځکه نړۍ افغانستان ته پوره پاملرنه نه لري.
هغه لیکلي: «که داسې نه وای د امریکا په څېر هېوادونو افغانستان نه پرېښود، چې یوازې یې پرېښی دی.»
افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ دفتر مخکیني مرستیال افغان نجونو ته په خطاب ویلي، چې خپلې هیلې له لاسه ورنهکړي.
د هغه په وینا، په مخکې لار به ستونزمنه وي، خو نړۍ به ملاتړ ترې وکړي.
د هغه په وینا پوهنتونونو ته د نجونو د تلو منع کېدل خپله یوه ماته ده؛ ځکه که نیمایي ټولنه بېبرخې کېږي هېڅ هېواد نه شي کولای په سوله او سوکالۍ کې وي.
د ویلو ده، چې طالبانو د تېرې اونۍ پر سه شنبې ورځ د نجونو د زدهکړو د ممنوعیت فرمان صادر کړ. طالبانو همداراز تېره شپه په کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی. دغې پرېکړې هم پراخ غبرګونونه پارولي دي.