په ایران کې د یزد پوهنتون یو شمېر افغان محصلان د پوهنتون او لیلیې د لګښتونو پر زیاتوالي اندېښنه څرګندوي. هغوی وايي، هغه ژمنې چې دغه پوهنتون د بورس ورکولو پر مهال ورسره کړې وې، عملي شوې نه دي او اوس یې د بېلابېلو برخو لګښتونه زیات کړي دي. محصلان ټینګار کوي چې د زدهکړو تر پایه د دغو لګښتونو ورکول ورته ممکن نه دي او دغه وضعیت د خپلو زدهکړو د دوام په تړاو سخت اندېښمن کړي دي. د دغو محصلانو په وینا، ځینو یې ۵۰ سلنه او ځینو نورو ۷۰ سلنه بورس ترلاسه کړی و. هغوی له یزد پوهنتونه غواړي چې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت او بېکاري په پام کې ونیسي، پر خپلو ژمنو عمل وکړي او اجازه ورنه کړي چې دغه محصلان د زدهکړو له دوامه بېبرخې شي. دغه محصلان همداراز وايي، چې ځينې یې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال د پوهنتونونو په سپارښتنه افغانستان ته ستانه شوي وو؛ خو اوس له سختو ستونزو او درنو جریمو سره مخ دي. یزد پوهنتون تر دې وړاندې ویلي وو چې هغه نجونې محصلانې جذبوي چې د طالبانو د بندیزونو له امله له زدهکړو پاتې شوې وې او د پوهنتون په فیس کې به ورته ۵۰ سلنه تخفیف ورکول کېږي؛ خو اوس د دې موضوع په اړه د دغه پوهنتون پر وېبپاڼه نوي جزییات نه لیدل کېږي.
د دغو محصلانو له ډلې یو تن وايي: «په ۱۴۰۲ کال کې د بورس له لارې دغه پوهنتون ته شامل شوم او اوس مې چې درېیم تحصیلي کال تېرېږي، د پوهنتون د مسوولانو د ژمنو د ماتېدو شاهدان یو. هغه مهال چې موږ ته یې بورس راکړ، ژمنه یې کړې وه چې په لګښتونو کې به بدلون نه راځي او د نړیوالو محصلانو لپاره به څلور کسیزه لیلیه هم په پام کې نیول کېږي؛ خو اوس د لوړې درجې او څلور کسیزې لیلیې هېڅ درک نشته.»
دغه محصل زیاتوي: «په پوهنتون کې د ژوند لګښتونه ورځ تر بلې زیاتېږي. ما چې د ۵۰ سلنه تخفیف له لارې دې پوهنتون ته شامل شوم، د هر سمسټر په پیل کې یوازې د پوهنتون د فیس په توګه دوه زره او ۱۰۰ افغانۍ، د لیلیې لپاره ۲۹۰ افغانۍ او هره ورځ د درې وخته ډوډۍ لپاره تر ډېره ۱۰ افغانۍ ورکولې. خو اوس پر ما ډېر لوړ لګښتونه تحمیل شوي او باید په هر سمسټر کې د پوهنتون د فیس لپاره ۹ زره افغانۍ، د لیلیې لپاره څلور زره او ۵۰۰ افغانۍ او هره ورځ د درې وخته خوړو لپاره تر ۷۵ افغانۍ او کله ناکله تر دې هم زیاتې پیسې ورکړم. د یوه محصل په توګه زما لپاره د دومره لګښتونو ورکول ډېر سخت دی.»
محصلان ټینګار کوي چې د پوهنتون په فیس کې د تخفیف ژمنه ورسره شوې وه؛ خو اوس دغه تخفیف نه دی مراعات شوی او لګښتونه زیات شوي دي. هغوی وايي، د ټولو محصلانو د زدهکړو لګښتونه زیات شوي او په ځینو څانګو کې دغه لګښتونه څو برابره لوړ شوي دي.
یو بل محصل چې نه غواړي نوم یې په دې راپور کې یاد شي، وايي: «موږ د بورس او تخفیف له لارې دې پوهنتون ته راغلي وو. مخکې به یې تخفیف په پام کې نیوه؛ خو اوس نږدې دغه تخفیف له منځه تللی دی. د لیلیې لپاره له درېیو تر څلورو زرو افغانیو او د پوهنتون د فیس لپاره هم له ۱۴ تر ۱۵ زرو افغانیو پورې ورکوم. د هر وخت خوړو لګښت هم زیات شوی دی.»
دغه محصل زیاتوي چې د ویزې ستونزې هم ورته جدي دي او هغه محصلان چې افغانستان ته تللي او د ویزې موده یې پای ته رسېدلې، اوس د بېرته ستنېدو پر مهال په پوله کې له درنو جریمو سره مخ کېږي. د هغه په وینا، د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پوهنتون له بهرنیو محصلانوسره ژمنه کړې وه چې د وضعیت له ښه کېدو وروسته به ورته ویزې صادرې شي، څو وکړای شي بېرته ایران ته ستانه شي.
دغه محصلان همداراز زیاتوي چې تر دې مخکې په «شهید آویني» لیلیه کې اوسېدل؛ هغه لیلیه چې د دوی په وینا، مناسبې اسانتیاوې او شرایط یې لرل. خو اوس «علمالهدی» لیلیې ته انتقال شوي، چې ډېرې محدودې اسانتیاوې لري او د خونو وضعیت یې هم مناسب نه دی. هغوی وايي، په ځینو خونو کې تر اته کسانو پورې اوسېږي، چې د یوه محصل د مطالعې او زدهکړو لپاره مناسب شرایط نه دي.
محصلان وايي، پوهنتون د لګښتونو د زیاتوالي لامل د ایران اقتصادي وضعیت ښيي؛ خو دوی د پوهنتون د دې ژمنې پر بنسټ بورس ترلاسه کړې و چې شرایط به ثابت پاتې کېږي او اوس د زیات شویو لګښتونو د ورکولو توان نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې یزد پوهنتون د لیلیې د ورکړې په شرایطو کې د محصلانو د منلو او استوګنې اړوند جزییات په بشپړه توګه تشریح کړي او ویلي یې دي چې د لیلیې غوښتونکي محصلان اړ دي چې د هر تحصیلي سمستر په پیل کې د لیلیې کرایه په نغدي توګه ورکړي.
یزد پوهنتون د ایران له دولتي پوهنتونونو یو دی چې په یزد ښار کې موقعیت لري. دغه پوهنتون په بېلابېلو علمي او ښوونیزو څانګو کې محصلان مني او د ایراني محصلانو ترڅنګ د نړیوالو محصلانو کوربتوب هم کوي.
دغه پوهنتون تر دې مخکې ویلي وو چې هغه نجونې چې له زدهکړو پاتې شوې او په کانکور کې یې لوړې نومرې ترلاسه کړې وې، د ۱۴۰۲ تحصیلي کال له نیمایي به یې په داسې شرایطو کې جذب کړي چې په تحصیلي فیس کې به ورته تر ۵۰ سلنې پورې تخفیف ورکول کېږي.


