۸صبح، کابل: د بشري حقونو د څار بنسټ د یونان او ترکیې په پوله کې د کډوالو په ځانګړې توګه د افغانانو له وضعیته په راپور کې ویلي، چې د یونان دولت د دغو کډوالو ډله ییز او ناقانونه بېرته ستنولو لپاره د یونان کډوالۍ سند په بدل کې د عربي هېوادونو او پاکستان له وګړو کار اخلي.
د بشري حقونو د څار بنسټ پنجشنه د وري پر ۱۸ د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د سویلي اسیا او عربي هېوادونو وګړو ته د افغانستان په ګډون د نورو هېوادونو د کډوالو بېرته ګرځولو په بدل کې د یونان د کډوالۍ سند ورکول کېږي.
یو شمېر افغان کډوال چې د یونان له پولې (اورورس سیند) څخه ترکیې ته بېرته ګرځول شوي دي، د یونان د پولیسو له خوا د ګومارل شویو کسانو د توند او ناقانونه چلن کیسه کوي.
د دغو کسانو له خوا د وهلو ټکولو، ناوړه ګټې اخیستنې، د کډوالو د پیسو او توکو د غلا د مواردو ړاپور شوی دی.
هغه کسان چې ترکیې ته بېرته ګرځول شوي، د بشري حقونو د څار بنسټ ته یې ویلي، هغه بېړۍ چې هغوی بېرته ترکیې ته ګرځوي، د سویلي اسیا او یا عربي ژبو کسانو له خوا هدایت کېږي.
کله چې بېرته راګرځول شویو کډوالو د بېړیو له چلوونکو سره خبرې کړې، ویل شوي چې هغوی د یونان دولت له خوا د کډوالۍ سند جوړولو په بدل کې ګمارل شوي دي.
یوه پاکستاني بېړۍ چلوونکي چې په پښتو ژبه یې خبرې کولې د افغانستان پوځ یوه ۲۸ کلن قوماندان ته تایید کړې، چې د سند په بدل کې د یونان دولت ته کار کوي.
د بشري حقونو د څار بنسټ له ۲۶ افغان کډوالو پناه غوښتونکو سره مرکه کړې، چې د هغوی ۲۳ تنه د ۲۰۲۱ سپتمبر او د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ میاشتو ترمنځ د اورورس سیند له لارې له یونانه ترکیې ته راګرځول شوي دي.
دغو کسانو د بشري حقونو د څار بنسټ ته ویلي، چې ۲۴ ساعته له خوړو او اوبو پرته وهل ټکول کېدل او ترکیې ته ګرځول شوي دي.
د بشري حقونو د څار بنسټ کې د پناه غوښتونکو او کډوالو حقونو مدیر بیل فرلیک وایي: «انکار نه شو کولای، چې یونان په خپلو پولو کې د ناقانونه شاتګ مسوول دی او له نیابتي ځواکونو د دغو ناقانونه اقداماتو د ترسره کولو لپاره هېڅ مسوولیت نه ترې اخلي.»
فرلیک ټینګار کړی، چې د اروپا کمېسیون باید ژر تر ژره قانوني پړاوونه پرانیزي او د یونان دولت د اروپایي ټولنې له قوانینو د سرغړونې له امله چې ډله ییز ایستل یې منع کړي، ځواب ویونکي کړي.
د یونان دولت ترکیې ته د کډوالو ډله ییز ایستل او ګرځول تل رد کړي او هغه یې د ترکیې دروغ خبرونه او تبلیغات بللي دي.
له یوه هېواده د کډوالو ډله ییز ایستل او بېرته ستنول د بشري حقونو د اروپايي کنوانسیون او د پناه غوښتونکو د اساسي حقونو په اړه د اروپايي ټولنې د قانون په ګډون د بشري حقونو د بېلابېلو قوانینو خلاف عمل دی.