• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د غزني تر ځمکې لاندې بازار د کار درېدل؛ د طالبانو رسنیزه ننداره د پروژې عملي بندون نه شي پټولای

۸صبح، غزني ۸صبح، غزني
۱۳ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791195826]

۸صبح څه موده وړاندې په یوه راپور کې موندلې وه چې د غزني ښار د تر ځمکې بازار پروژه چې ټاکل شوې وه، د طالبانو له خوا د ۴۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت پلې شي، د اوبو د چینو د راوتلو او د سوداګریزو مارکېټونو پر خوا  د کیندل شوې سیمې د دېوالونو د نړېدو له امله درېدلې ده. د طالبانو ښاروالۍ د دغه راپور له خپرېدو وروسته، په ټولنیزو شبکو کې د مستعارو حسابونو له لارې د تبلیغاتو په خپرولو او پر سیمه‌ییزو رسنیو د فشار په راوستلو سره هڅه کړې چې د ننداریزو کارونو په کولو سره وښيي چې په دې سیمه کې د پروژې چارې روانې دي.

سرچینې وايي، د ۸صبح د راپور له خپرېدو وروسته د طالبانو ښاروالۍ قراردادي شرکتونه راغوښتي او د لسګونو موټرو خاورو په وسیله یې د اوبو چینې پوښلې دي. د سرچینو په وینا، د کیندل شوې سیمې نړېدلو دېوالونو ته څېرمه هم د خاورو غونډۍ جوړې شوې او عکسونه یې په ټولنیزو پاڼو کې خپاره شوي دي.

د دې راپور موندنې ښيي چې اوس د دې پروژې د جوړولو چارې پر دوو برخو وېشل شوې دي. د موندنو له مخې، د پروژې یوه برخه چې د فرخي څلورلارې خوا ته موقعیت لري، د طالبانو د ښاروالۍ له خوا د عکسونو او ویډیوګانو د اخیستو لپاره کارول شوې، څو د پروژې د پرمخ وړلو ناکامي پټه پاتې شي. د پروژې بله برخه چې د ختم‌المرسلین جومات او کلاه‌سبز څلورلارې ته څېرمه موقعیت لري، د اوبو د څو چینو له راوتلو سره مخ ده او په دې برخه کې کار په بشپړه توګه درېدلی دی.

د غزني اوسېدونکی سردار وايي: «زه خپله د اوبو د چینو د راوتلو او د کلاه‌سبز د تر ځمکې لاندې بازار د پروژې د بشپړ درېدلو شاهد یم. بن‌بست لا هم دوام لري. د کیندل شوې سیمې دېوالونه هره ورځ د پلیولارو او څنګ ته پرتو دوکانونو پر لور لا ډېر نړېږي او د اوبو پمپونه لا هم شپه او ورځ کار کوي، څو اوبه د کندې له تله وباسي. د پروژې د واقعي پرمختګ هېڅ نښه نه لیدل کېږي.»

د غزني بل اوسېدونکی احمد (مستعار نوم) وايي: «بې له دې چې په ټولنیزو رسنیو او تلویزیونونو کې د لیدلو شویو موضوعاتو په اړه قضاوت وکړم، هغه څه وایم چې خپله مې په سترګو لیدلي او قضاوت یې خلکو ته پرېږدم. هر څوک چې وايي کار روان دی او هېڅ ستونزه نشته، را دې شي او د دغه بازار په شمالي برخه کې چې د ختم‌المرسلین جومات ته څېرمه ده، یو ځل د کیندل شوې سیمې ځای ته لاړ شي، یا له پورته ورته وګوري، څو وویني چې دلته په رښتیا د اوبو څو چینې شته او د شپې اوبه له کوم ځایه ایستل کېږي.» نوموړی زیاتوي: «لمر په دوو ګوتو نه پټېږي. طالبان چې هر څومره تبلیغات وکړي او د چینو پر سر چې د خاورو په اچولو سره هر څومره هڅه وکړي، د خلکو سترګې نه شي تړلای.»

په غزني کې د طالبانو ښاروالۍ نږدې څلور میاشتې وړاندې د غزني ښار د مرکزي برخې د کلاه‌سبز په سیمه کې د ترځمکې لاندې یوه سوداګریز مارکېټ د جوړولو د کار د پیل خبر ورکړی و. د طالبانو تر کنټرول لاندې دې ادارې اعلان کړی و چې دغه مارکېټ به تر ځمکې لاندې په دوو پوړونو کې جوړ شي؛ خو ځایي سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته تایید کړې چې د دغه مارکېټ د جوړولو لپاره د ځمکې د کیندلو پر مهال د ځمکې په شپږ متره ژورتیا کې له څو ځایونو د اوبو چینې راوتلې او د پروژې د کار دوام له بندون سره مخ شوی دی.

سرچینو تر دې وړاندې ویلي وو چې له دې سیمې د خاورو له ایستلو او د اوبو له راوتلو وروسته، د ترځمکې لاندې بازار د جوړولو لپاره د کیندل شوې سیمې دېوالونه د دواړو خواوو د سوداګریزو مارکېټونو پر لور کاږه شوي او د دغو ودانیو د کېناستو یا نړېدو احتمال شته.

د سرچینو په وینا، د طالبانو دغه پروژه عملاً  درېدلې او د شاوخوا ودانیو د نړېدو خطر جدي دی؛ خو طالبانو تر اوسه د دې ستونزې لپاره هېڅ تخنیکي او دوامدار حل‌لاره نه ده موندلې.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینو په لوګر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ اړوند سیمه کې د چاودنې خبر ورکړی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کونړ کې د جنګي جېټ الوتکو ګزمې او د کابل پر اسمان د بې‌پیلوټه الوتکو الوتنې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.