افغانستان تل له سیمه ییزو بدلونونو او کړکېچونو اغېزمن شوی، ځکه له هر اړخه کمزوری دی او پر نورو تکیه کوي. له همدې امله په افغانستان کې هر لوی بدلون د کورنیو عواملو پرتله له بهرنیو عواملو ډېر اغېزمن دی. اوس واک ته د طالبانو په رسېدو سره له سیمه ییزو کړکیچونو د افغانستان اغېزمنتیا نوره هم چټکه او ژوره شوې ده. دا چې د غور لپاره د افغانستان دوسیه تر دې دمه د لویو قدرتونو پر میز نه ده ایښودل شوې لامل یې له سیمه ییزو کړکېچنو اغېزمنتیا ده.
لومړی کړکېچ چې واک ته د طالبانو له راستنېدو وروسته رامنځته شو، پر اوکراین د روسیې برید و. هغه برید چې د افغانستان مسأله یې له پامه وغورځوله. البته دا نه شو ویلای چې که په اوکراین کې کړکېچ نه وای رامنځته شوی، په افغانستان کې به کړکېچن وضعیت ته هرو مرو د پای ټکی اېښودل کېده. که دا سې نه وای شوی، لږترلږه د دې ورځې په کچه به له پامه نه غورځېده. یو باور دا دی چې پر اوسني وضعیت د افغانستان بدلیدل په ختیځه اروپا کې د کړکیچ د رامنځته کېدو په بیه وو. د روان کال د فبرورۍ په نیمایي کې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو په کمیټې کې د ګډون پر مهال د واشنګټن پخواني استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د خبرو له لارې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له بېړنۍ او غیرمسوولانه وتنې دفاع وکړه او ادعا یې وکړه چې «له روسیې او چین سره پر سیالۍ تمرکز له افغانستانه د متحده ایالتونو د وتلو لامل و.» نوموړي تر دې وړاندې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو: «فکر وکړئ که امریکا اوس په افغانستان کې وای، نو په اوکراین کې له جګړې سره مو مرسته نه شوای کولای. روسانو طالبانو ته د وسلې لېږلې او هغوی یې سمبالول.» که د خلیلزاد ادعا رښتیا وي چې همداسې ښکاري، نو ویلای شو چې د افغانستان د ستونزې حل په اوکراین کې د جګړې په پای ته رسېدو پورې تړلی دی البته، د جګړې د پای ته رسېدو هېڅ څرک نه لګېږي. د امریکا لخوا اوکراین ته د ۶۰ میلیاردو ډالرو د وروستۍ مرستې ځانګړي کېدل د جګړې د دوام ښکارندویي کوي. افغانستان د اوکراین کړکیچ ځکه اغېزمن کړی چې دوه مهم قدرتونه پکې ښکېل دي: امریکا او روسیه. که په پام کې وي چې د افغانستان اوسنی کړکېچ د بهرنیو قدرتونو لخوا حل شي، نو واشنګټن او مسکو به پکې لومړی او اساسي رول ولري.
دویم کړکېچ چې د افغانستان کړکیچ یې څنډې ته کړ، د غزې د جګړې پیلېدل وو. دې جګړې د اوکرایین تر جګړې هم د امریکا پام ځان ته اړولی دی. د اوس وخت لپاره د غزې د جګړې پای ته رسول د جو بایډن د ادارې مسؤلیت دی چې له همدې امله له اوو میاشتو راهیسې همدا هلې ځلې کوي. د بېلګې په توګه، د سي آی اې مشر ویلیم برنز له څو میاشتو راهیسې په دوامداره توګه د پاریس، دوحې او قاهرې ترمنځ تګ راتګ کوي. د برنز د سفرونو موخه په غزه کې د اوربند هوکړې ته رسېدل دي. دا دقیقاً د امریکا لپاره د غزې د جګړې اهمیت په ګوته کوي، البته افغانستان ته د بې پامۍ په بیه. نو ځکه ویلای شو چې د افغانستان پر کړکېچ غور د غزې د جګړې په پای ته رسېدو پورې هم تړلی دی. البته د جګړې لرلید تیاره دی. تل ابیب ته د واشنګټن د ۱۴ میلیارد ډالرو نوې مرسته لرلید نور هم تیاره ښيي. اسراییلو ته چې تل یې د امریکا له ملاتړه ګټه اخیستې ده، د دغو پیسو ورکړه د هغوی لږ نفوس ته په پام سره د پاموړ ده. له تایوان سره د ۸ ميلیارد ډالرو مرسته تر ټولو جالبه ده. په داسې حال کې چې له هره اړخه هوسا دی او پرې د چین د برید خطر متصور هم نه دی.
البته، که په غزه کې جګړه پای ته ورسېږي، هېڅ تضمین نشته چې د افغانستان پر کشالې به په جدي توګه غور وشي. د سي آی اې رییس په غزه کې د لنډمهالي اوربند لپاره په پرلپسې ډول د هېوادونو پلازمینو ته سفرونه کوي، خو کله چې د افغانستان خبره کیږي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې د بشري حقونو د پراخ نقض په تړاو د نصیحت په حد کې یو څو خبرې کوي. په دې وروستیو کې د بایډن د حکومت یوه ویاند خپل هېواد اړ ګڼلی چې له طالبانو سره د تعامل تګلاره وساتي. دا چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې طالبان د بشري حقونو سرغړونکي بللي، باید ډېره هېښووونکي خبره نه وي. مګر داسې یې باید نه وای کړي؟ هغه هېواد چې ځان په نړۍ کې د بشري حقونو تر ټولو ستر مدافع بولي، ایا دا وړوکی ګام یې هم باید نه وای پورته کړی؟ په داسې حال کې چې د چین، روسیې او ایران مثلث هم کله ناکله ظاهراً طالبان د بشري حقونو ژمنتیا ته رابولي.
د ترینګلتیا دریم پړاو چې د افغانستان له اوسني وضعیت یې د نړۍ پام اړولی دی، د ایران او اسرائیلو غچ اخیستونکي اقدامات دي. که څه هم ظاهراً د تهران او تل ابیب ترمنځ ترینګلیتا پای ته رسېدلې، خو د غزې د کړکېچ پای ته رسېدل به دواړه خواوې یوه نوي تقابل لوري ته وروکاږي. تر دې وړاندې چې ایران او اسراییل له یو بل سره مخامخ شي، افغانستان د وروستیو دوو میاشتو پرتله د نړۍ له سترګو نه و لوېدلی. يعنې په غزې او اوکراين کې د جګړې له شتوالي سره سره په دوحې او نيويارک کې د افغانستان پر محوریت د غونډو د جوړېدو شاهدان وو. خو اوس دا کوچنۍ هڅې هم د نړۍ له اجنډا اېستل شوې دي.
څو میاشتې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا د امنیت شورا غونډې ته په خپله وینا کې د روان کال په جون میاشت کې د افغانستان په تړاو د دوحې د درېیم پړاو غونډې د جوړېدو خبر ورکړ. خو له هغه وخته تر اوسه پورې په دې تړاو څه نه دي ویل شوي. په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو د دوحې د غونډې د دویم پړاو د ترسره کېدو لپاره یې له ښکېلو خواوو سره څو میاشتې خبرې اترې وکړې او لومړني اقدامات یې ترسره او زمینه یې ورته برابره کړه. دا ښیي چې دا غونډه به پر خپل وخت ترسره نه شي، که داسې وي، نو ان تر تېرو غونډو به هم بې اغېزې وي.
په هېواد کې د روانې کشالې د هواري لپاره د امنیت شورا لخوا اخیستل شوی ظاهراً مهم ګام د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل کېدل وو. دا مسأله له میاشتو راهیسې د کورنیو او بهرنیو رسنیو سرټکی وه. د طالبانو مخالفو وسله والو هم د د دې طرحې هرکلى وکړ او هيله يې څرګنده کړه چې د هغې پلې کېدل به د کړکېچ د حل لپاره لاره پرانيزي. اوس نورو مسایلو په څېر دا مسأله هم څنډې ته شوې ده او په تړاو یې څه نه اورېدل کیږي. دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې، چین او ایران د مثلث په دریځ کې چې د ځانګړي استازي د معرفي کېدو مخالف وو، یو څه بدلون راغلی دی. د بېلګې په توګه په افغانستان کې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي طلوع نیوز ته ویلي، چې که د ځانګړي استازي ټاکل کېدل د افغانستان د کړکېچ له هواري سره مرسته وکړي، د ملاتړ وړ دي. که چین او روسیې ورسره مخالفت لرلای، نو باید د امنیت شورا پریکړه لیک یې ویټو کړی وای، چې نه یې کړ. یوازې د دې لپاره چې خپل تاکتيکي متحدین (طالبان) خپه نه کړي، له رایې ورکولو یې ډډه وکړه. اوس چې د تېر پرتله د ځانګړي استازي د معرفي کېدو لپاره زمینه برابره شوې، د ملګرو ملتونو لخوا کوم جدي ګام نه پورته کېږي، چې دا د اندېښنې وړ خبره ده. پورته یادې شوې مسألې ټولې د افغانستان د قضیې پر وړاندې د نړۍ د بې پروایۍ ښودنه کوي.
د نړۍ په نورو برخو کې د کړکېچونو راپورته کېدل د افغانستان خلکو ته زیان رسوي ځکه چې د طالبانو یانې هغې ډلې عمر اوږدوي چې په هیڅ برخه کې یې د نړۍ هېڅ یوې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی. طالبان هم هڅه کوي چې له سیمه ییزو ترینګلتیاوو اعظمي ګټه پورته کړي.