۸صبح، نیمروز: نیمروز کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې وسلهوالو غلو په دغه ولایت کې یو ځوان وژلی دی.
د سرچینو د معلوماتو له مخې وسلهوالو غلو جمعه شپه د لیندۍ پر اتلسمه نېټه د زرنج ښار په انصاري ښارګوټي کې یو ځوان وژلی او د هغه موټر یې له ځان سره بېولی دی.
د نیمروز یو شمېر اوسېدونکي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې د وسلهوالو غلاوو له زیاتېدو اندېښنه څرګندوي.
د هغوی په وینا په دې وروستیو کې په زرنج ښار کې غلاوې او وژنې زیاتې شوې دي او د هغوی پروړاندې کوم اقدام نه کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې له ځینو نورو ولایتونو هم د وسلهوالو غلو له خوا د غلاوو او وژنو ورته راپورونه خپرېږي.