۸صبح، کابل: له هغې وروسته چې د وړو متشبثو (اصنافو) مالکانو ونه شوای کړی، په ټاکلي موده کې مالیه ورکړي، د مالیې وزارت ویلي، چې د مالیاتي جریمو د معافیت موده یې یو ځل بیا غځولې ده.
نوموړي وزارت دوشنبه د غويي پر ۱۹ ویلي، چې د دغه وزارت د عوایدو عمومي ریاست په وړاندیز او د رییس الوزرا په منظورۍ یې دا معافیت غځولی دی.
یاد وزارت ویلي، چې د مالیاتي جریمو دا معافیت یې د څلورو میاشتو لپاره غځولی دی.
د دغه وزارت په خبره، د ځینو ستونزو له کبله د کوچنیو متشبثو یا اصنافو مالکانو ونه شوای کړی خپلې مالیې ورکړې، تر څو د مالیاتي جریمو مخنیوی شوی وای.
د مالیاتي جریمو د معافیت دغه موده د ۱۴۰۱ کال د وري له لومړۍ پیل او د ۱۴۰۱ کال د چنګاښ تر ۳۰ غځول شوې ده.
تر دې وړاندې رییسالوزرا د یوه فرمان له لارې د کوچینو اصنافو د مالیاتو یوه برخه په دې شرط معاف کړې وه، چې هغوی خپل پاتې مالیات د ۱۴۰۰ کال د کب تر ۲۹ تحویل کړي.