۸صبح، کابل: د طالبانو مالیې وزارت هغه راپورونه او ګنکوسې رد کړې، چې ګواکې دغه وزارت ټولې ښځينه کارکوونکې له دندو ګوښه او پر ځای یې د هغوی د کورنۍ نارینه غړي راغوښتي دي.
دغه وزارت سهشنبه د چنګاښ پر ۲۸ د یوې خبرپاڼې په خپرولو منلې، چې د دغه وزارت د عوایدو ریاست د کاري فشار کمولو او د چارو د چټکتیا په موخه ښځينه کارکوونکو ته واک ورکړی، چې د کورنۍ یو غړی د ځایناستي په توګه یاد ریاست ته ور وپېژني.
خبرپاڼه کې ټينګار شوی، چې د ښځينه کارکوونکو له لوري د کورنۍ د غړي معرفي کول اختیاري دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ګارډین ورځپاڼې دوشنبه د چنګاښ پر ۲۷ په دولتي ادارو کې د طالبانو له لوري پر ښځينه کارکوونکو د محدودیتونو په اړه راپور خپور کړی دی.
د مالیې وزارت څو کارکوونکو ګارډین ته ویلي، چې د طالب چارواکو له لوري ورسره اړیکه نیول شوې، تر څو د ځایناستي په توګه د کورنۍ یو غړی ورمعرفي کړي.