امریکا او هند سهشنبه د اپرېل پر ۱۲ یوې ګډه ویناپاڼه کې له پاکستان غوښتنه کړې، چې د ترهګرۍ پر ضد «سملاسي، بنسټیز او نه بدلېدونکی» اقدام وکړي.
هندي رسنیو راپور ورکړی، چې تېره ورځ امریکايي او هندي چارواکو ویلي، باید ډاډ ترلاسه شي، چې د پاکستان تر واک لاندې ځمکه به د ترهګریزو بریدونو لپاره نه کارېږي.
دغې ګډې ویناپاڼه کې راغلي: «[هند] د نیابتي ترهګریزو ځواکونو کارول او د پولې هاخوا ترهګري په ټولو ډولونو کې په کلکه غندي او د سپټمبر ۱۱ او د ممبي کې د سپټمبر د ۲۶ بریدونو او پټانکوټ برید د عاملینو د محاکمې غوښتنه کوي.»
دا ویناپاڼه د هند او امریکا ترمنځ د «۲+۲» له څلور ورځنۍ خبرو اترو وروسته تېره ورځ په واشنګتن کې خپره شوه.
د هند د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو له خپلو امریکايي سیالانو سره په دې خبرو اترو کې برخه لرله.
د یادونې وړ ده، چې له دغو خبرو اترو وړاندې د اپرېل پر ۱۱ د هند لومړي وزیر نرندرا مودي د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره په ویډیويي توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په تړاو خبرې اترې کړې وې.