۸صبح، کابل: د روغتیا ادارې موسسې مسوولان (OHPM) پروان او پنجشېر کې د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو سیارو ټيمونو خبر ورکړی دی.
د یادې موسسې استازی همایون ایمان ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، دا پروګرام یکشنبه د سلواغې پر ۱۰ روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي په موخه د «روغتیا او تغذیه» په نامه د کلیوالو سیمو اوسېدونکو ته پیل شو.
د نوموړي په خبره، په هر ټيم کې اته کسه روغتیاپالان دي، چې اوونۍ کې یو ځل به په وړیا توګه د کلیوالو سیمو اوسېدونکو درملنه کوي.
ایمان زیاته کړه، د دې پروګرام له لارې به په پنجشېر کې ۲۲ زره او پروان کې ۳۰ زره کسان تر خپل پوښښ لاندې راولي.
د نوموړي په خبره، دا پروګرام د یونیسف په مالي ملاتړ د افغانستان ټولو هغو سیمو کې چې روغتیايي خدماتو ته اسانتیا نه لري، د یو کال لپاره دوام کوي.