د بیان ازادي په نړيواله کچه یو منل شوى اصل دی. دغه اصل فرد یا ټولنې ته حق ورکوي، چې له اروايي او فزيکي، بالفعل يا بالقوه ګواښ، سانسور، یا قانوني بندیز پرته خپل نظر څرګند کړي. د بیان د ازادۍ حق نه يوازې د ملګرو ملتونو لخوا د بشري حقونو په نړیواله اعلامیه او د بشري حقونو په نړیوال قانون کې د بشري حق په توګه پېژندل شوی اصل دى؛ بلکې موږ څوارلس سوه کاله وړاندې د رسول الله او خلفا راشدينو د حکومتونو په دوره کې د بيان د ازادۍ داسې بېلګي لرو، چې مسلمانان ورباندې وياړلى شي. ډېری هېوادونه د اساسي قانون له مخې د بیان ازادۍ ساتنه کوي. په هر صورت، په حقوقي برخه کې، د بیان د ازادۍ په حق کې د معلوماتو ترلاسه کول یا نظر څرګندول د معلوماتو غوښتل او خپرول شامل دي.
د بشري حقونو نړیواله اعلامیه (UDHR) نولسمه ماده وايي، چې هر څوک د نظر او بیان د ازادۍ حق لري؛ په دې حق کې د پولو په نظر کې نیولو او له مداخلې پرته د نظر څرګندولو، د معلوماتو او نظریاتو لټولو، ترلاسه کولو او خپرولو ازادي شامله ده. لکه په اسلام کې چې په ځينو مواردو کې د بيان ازادۍ ته پولې اېښودل شوې، همدغه شان د ICCPR د مدني او سياسي حقونو په نړيوال تړون کې هم د UDHR د تړون په نولسمه ماده کې په لاندې ډول تعدیل شوې ده.
دغو حقونو ته عملي بڼه ورکول ځانګړې دندې او مسوولیتونه لري او ممکن د اړتیا پر مهال له ځینو محدودیتونو سره مخ شي، لکه د چا شهرت ته زيان رسول، ملي امنیت ته ګواښ، د چا د ابرو او عزت ته د زيان رسول، د فحشا خپرول، فتنې اچول، تبعیضي او تعصبي هڅونې، جګړو ته لمن وهل، محرم معلومات غوښتل، د کاپي له حق څخه سرغړونه، د سوداګرۍ رازونو پورې اړوند معلوماتو او د دروغو او افواهاتو خپرول او ځينې نور موارد د بيان د ازادۍ په اډانه نه راځي.
د اسلام په مقدس دين کې د بيان ازادي څوارلس سوه کاله وړاندې خوندي وه. د رسول الله او راشدينو خلفاوو د مشرتابه پر مهال د بيان ازادي اوسنۍ معاصرې نړۍ ته هم د تقليد وړ بېلګه ثابتېدای شي. دا بېله خبره ده، چې د وخت د پاچاهانو د خوشالولو لپاره درباري مذهبي کړیو د هغوى پر عياشيو، وژنو، بېځايه لګښتونو او داسې نورو ناروا کړنو د پردې اچولو په موخه د دربار د فجایعو په تړاو د حق خبره کول ګناه وګڼله او دربار يې له هر ډول نيوکو څخه په ديني لحاظ د خوندیتوب مستحق وګرځاوه. د حاکمانو د هر ډول کړنو مداحي کول، د دروغو توجیهات ورته لټول، چاپلوسي او غوړه مالي يې د اسلامي اصولو برخه وګرځوله او متاسفانه دغه ډول تخلفات اوس هم دوام لري.
د بيان ازادي نه يوازې په اسلام کې نفى شوې نه ده؛ بلکې اسلامي او ديني اصل دی. رسول الله ته يو صحابي وايي: «يا رسول الله، دغه ستاسې نظر دى او که وحیه ده؟ که وحیه وي، نو سمه ده، خو که ستاسو نظر وي، نو زه يې مخالفت کوم.» البته د بيان له ازادۍ څخه ګټه پورته کول هم څه مدني اخلاقي او حقوقي محدوديتونه لري. موږ د نقد پر مهال نبايد د چا شخصي حريم ته ننوځو، د چا شخصيت ته سپکاوى وکړو، د نورو ازادي سلب کړو، ملي امنیت وګواښو، تعصبات او عقيدوي احساسات راوپاروو او عامه نظم مختل کړو.
که زموږ د جمهوريت دعوه کوونکو چارواکو په سړه سینه او پراخ تندي سالم انتقاد ته د غوږ نيولو او د خپلو نيمګړتياوو د ارزولو وړتیا او هوډ درلوداى، نو نن به د هېواد سياسي او اقتصادي وضعیت د اوس په شان ترينګلى نه واى. د هغوى نوم به هم د خلکو لخوا په وياړ يادېده.
اوس د طالبانو سرپرست حکومت ډېرى چارواکي د وضعیت پر حساسیت او د ممکنه ستونزو پر ضخامت نه پوهېږي. افغانستان مفتوحه هېواد، ملي شتمنۍ او ولسونه ورته د غنيمت مال ښکارېږي. د ملي شتمنيو د استعمال شرایط نه پېژني، تاوتریخجن او ناوړه چلن کوي او د خپل نظام بنيادونه ورانوي.
که طالب چارواکي غواړي، د تېر حکومت د سقوط لاملونو ته په ورته سرنوشت له اخته نه شي؛ نو سالم انتقاد ته دې غوږ ونیسي او د انتقاد د ارزولو ظرفیت دې لوړ کړي. که داسې ونه شي کړاى، نو د انتقاد ځاى به د «هر څه سم دي، باچا سلامت» چاپلوسي ونيسي. دا هغه خطرناک ويروس دى، چې حکمرانان د تملق په نشه اخته کوي، سترګې ورپټوي، غوږونه ورته کڼوي، په فساد يې اخته کوي، اسلامي فراست، ايماني احساس او انرژي ورختموي.
طالب چارواکي باید د بيان د ازادۍ اصل ته نه يوازې ژمن پاتې شي؛ بلکې يو اسلامي اصل يې وګڼي، کورنيو او بهرنيو مکلفيتونو ته د ژمن حکومتي جوړښت په توګه د ولس د ستونزو، غوښتنو، حقونو او هيلو پر وړاندې مسوولانه غبرګون وښیي. د ځينو لوړپوړ طالب چارواکو ګواښوونکې څرګندونې په يقيني ډول پاروونکې او ځوروونکې وي. د داسې څرګندونو منفي اغېز يقيناً د طالبانو پر سرپرست حکومت پرېوځي. خلکو ته باید داسې شرایط برابر شي، چې خپل نظر څرګند کړي، خبرې وکړي او طالب چارواکي باید پر ولسي نيوکو غور وکړي. دا د معلوماتي ټکنالوژۍ پېر دى او اوس هېڅ شى پټ نه پاتې کېږي. که حاکمه ډله هر څومره هڅې وکړي؛ خو واقعيتونه اوس نه شي پټولى. ډېر هېوادونه چې د معلوماتي ټکنالوژۍ نوښتګر او مغز متفکر ګڼل کېږي؛ خو بيا هم د خلکو خولې نه شي بندولی.
که د طالبانو سرپرست حکومت چارواکي د بيان د ازادي حق ومني او په يوه جمله کې د چارواکو نيمګړتياوو ته ګوته ونيول شي؛ نو باید ووایو، چې د پرديو ملامتولو پرځاى باید پر خپل کورني او بهرني ليدلوري غور او بياکتنه وکړي.