د فرانسې رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد ولسمشر امانویل مکرون نن یکشنبه د فبروري پر ۲۰، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ډیپلوماسۍ وروستی چانس ازمایي.
فرانس ۲۴ ویلي، چې د فرانسې او روسیې ولسمشران به د اوکراین کړکېچ په اړه له یو بل سره تلیفوني خبرې وکړي.
د دغو رسنیو په وینا، د فرانسې ولسمشر مخکې تر دې هم د روسیې له ولسمشر سره لیدلي و او د لویدېځ او مسکو د ترینګلو اړیکو په اړه یې خبرې اترې کړې وې.
فرانس ۲۴ زیاته کړې، چې د پاریس وروستۍ ډیپلوماتیکې هڅې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي له لوېدیځوالو ملاتړو غوښتي، چې د مسکو پر وړاندې «د رضایت له سیاسته» لاس واخلي.
د فرانسې رسنیو د راپور پر بنسټ، د مکرون او پوتین د نن ورځې تلیفوني اړیکې، په اوکراین کې له نښتې د مخنیوي وروستۍ ممکنه او اړینه هڅه ده.
پاریس او مسکو په داسې حال کې سره خبرې کوي، چې لوېدیځو چارواکو د مونیخ په امنیتي ناسته کې پر اوکراین د روسیې د برید په صورت کې د سختو بندیزونو د لګولو په اړه خبرداری ورکړی وو.
د ویلو ده چې په تېرو څو ورځو کې د اوکراین د کړکېچ پر سر د روسیې او لوېدیځ ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا تر ټولو خطرناک حالت ته رسېدلې.