۸صبح، کابل: د بهرنیو چارو وزارت د مارچ ۸، د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د ښځو ستونزو ته به پاملرنه کېږي.
د بهرنیو چارو وزارت سه شنبه د کب پر ۱۷ د دې خبرې په کولو سره چې څو کلنو جګړو ښځو ته زیان اړولی، وایي چې د افغان مېرمنو ستونزو ته پام کوي.
د دغه وزارت په وینا، د اسلامي لارښوونو او د افغانانو له خوا منل شویو دودونو پر بنسټ به مېرمنو ته د امن او اغېزناک ژوند زمینه برابره شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د مارچ د اتمې په مناسبت، د ښځو حقونو زرګونه فعالانو د یوه لیک په لاسلیکولو سره له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې د ښځو حقونو د خوندیتابه لپاره پر کابل فشار راوړي.