شاوخوا درې کاله کېږي چې طالبانو ښځې له خپلو ټولو انساني حقونو بېبرخې کړې دي. ښځو په تېرو څه باندې دوه نیم کالو کې د توقیف او خپلسرو نیونو له ګواښ سربېره هم پرلپسې په سړکونو او سرپټو ځایونو کې د طالبانو هغو فرمانونو پر ضد اعتراض کړی چې د دوی حقونه یې محدود کړي دي. هغوی د سلګونه اعتراضي غونډو په جوړولو د ټولو هغو تبعیضي فرمانونو د لغو کېدو غوښتنه کړې چې حقونه یې تر پښو لاندې کوي. ښځو او نجونو په خپلو اعتراضي غونډو کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو رژیم په رسمیت ونه پېژني. تازه له میاشتو وروسته د مارچ ۸مې په مناسبت په تخار کې ښځې او نجونې د طالبانو له ګواښ سربېره، سړکونه ته راووتلې. له دې وراخوا، لسګونو معترضو ښځو او فعالانو د بېلابېلو اعتراضي غونډو په جوړولو او ویناپاڼو په خپرولو په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید د رسمیت پېژندنې غوښتنه کړې ده.
په افغانستان کې دا درېیم کال ده چې د مارچ ۸مه داسې مهال راځي چې ښځې له زدهکړو او کار څخه منع دي. په تېرو څه باندې دوه نیم کالو کې طالبانو د ښځو پر وړاندې لسګونه فرمانونه صادر کړي چې د هغوی د زدهکړو، کار او تګ راتګ په برخه کې یې محدودیتونه رامنځته کړي یا یې ان له منځه وړې دي.
معترضو ښځو، ښځينه فعالانو، بېلابېلو سیاسي او د بشري حقونو فعالانو د مارچ ۸مې په مناسبت په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو وضعیت اندېښمنوونکی بللی دی. هغوی ویلي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، مدني ازادۍ، بنسټيز حقونه او د ښځو ۲۰ کلنې لاسته راوړنې په اوبو لاهو شوې دي.
ورته مهال، د افغان ښځو اعتراضي خوځښتونو د مارچ ۸مې په مناسبت د یوې ویناپاڼې په خپرولو له نړیوالو غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو پراخو سړغړونو ته رسیدګي وکړي. هغوی ویلي چې له طالبانو دې د «بشري حقونو د سرغړونو، جنګي جنایاتونو، جنسیتي اپارتاید، نسلوژنې او له لومړنیو انساني حقونو د ښځو بېبرخې کولو» په تړاو پوښتنه وشي.
دغو ښځو د منیژې صدیقي د پرېښودو غوښتنه هم وکړه. نوموړې څو میاشتې کېږي چې د طالبانو په بند کې ده. د هغوی په خبره، دا معترضه مېرمن په ناوړه وضعیت کې ده او مور یې هم د روحي او رواني ستونزو له کبله سخته ناروغه ده. دا ښځې ټينګار کوي چې د مېرمن صدیقي کورنۍ هغې ته لاسرسی نه لري او طالبانو په غیابي محکمه کې په حبس محکومه کړې ده.
ورته مهال، د اعتراض کوونکو مېرمنو لسګونو خوځښتو رسنیو ته په لېږل شویو پیغامونو او ویناپاڼو کې ټينګار کړی چې نړیواله ټولنه د طالبانو له پراخو ځپنو سربېره هم په افغانستان کې «د وېرونکي ناورین» ننداره کوي. د افغان مقتدرو مېرمنو خوځښت په یوې ویناپاڼه کې ویلي: «د طالبانو په مزدوره واکمنۍ کې افغانې مېرمنې د ساه اخیستلو په ګډون له خپلو ټولو انساني حقونو محرومې شوې دي او لا هم په افغانستان کې نړۍ د دې وېرونکي بشري ناورین ننداره کوي.» دغه خوځښت له ښځو سره د طالبانو د چلن په اړه ویلي: «د افغانستان د تراژیدۍ کیسه او د افغان ښځو پر وړاندې د دغه ښځو ضد جنایتکارو اعمالو نوملړ اړین نه دی، بلکې په لنډه توګه ویلی شو چې په معاصر تاریخ کې د ښځو پر وړاندې د تبعیض او ظلم دا ډول پدیده بېسارې ده.»
دغه خوځښت د طالبانو د پلي شویو مقرراتو په تړاو زیاته کړې: «د ښځو، ازادۍ او عدالت غوښتونکو پر وړاندې د بې بنسټه قوانینو پلیتابه به د سیمې او نړۍ سوله له جدي ګواښونو سره مخامخ کړي. د ښځو پر وړاندې تبعیض هغه ګواښوونکې چاره ده چې ورو ورو به د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د خطرناکو پېښو شاهدان واوسو.»
د مارچ ۸مې په مناسبت په ویناپاڼو او پیغامونو کې د ښځو د حقونو له نړیوالو بنسټونو په ځانګړي توګه له ملګرو ملتونو، د دغه سازمان له امنیت شورا، د بشري حقونو له شورا، د جرمونو له نړیوالې محکمې او نورو نړیوالو بنسټونو غوښتل شوي چې د طالبانو له خوا ترسره شویو جنایتونو په اړه څېړنې وکړي.
ورته مهال، لسګونه ښځې او نجونې چې لویدیځو او ګاونډیو هېوادونو ته تللې دي، بېلابېلې اعتراضي غونډې کړې دي او د ښځو وضعیت ته د رسېدنې غوښتنه یې کړې ده. په بریټانیا، استرالیا، جرمني او ځينو نورو هېوادونو کې افغان ښځو له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې په افغانستان کې انساني ناروین ته پام وکړي.
دغه راز، د مارچ ۸مې په مناسبت په تخار کې یوه ډله ښځو له میاشتو کورني حبس وروسته سړکونه ته راوتلې وې او د طالبانو پر وړاندې یې شعارونه ورکړي دي. دا ډله ښځې په ټولنیزو شبکو کې یوې خپرې شوې ویډیو کې وايي چې هغوی د ښځو په نړیواله ورځ کې بندیانې دي.
ورته مهال، یو شمېر طالب مخالفو سیاسي او پوځي خوځښتونو هم د مارچ ۸مې په مناسبت ویناپاڼې خپرې کړې دي او په افغانستان کې یې د بشري حقونو د پراخې سرغړونې په اړه د نړۍ پر «بېغورۍ» اعتراض کړی دی.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت ملي شورا چې د حکومت له پخوانیو مشرانو، پخوانیو جهادي قومندانانو او سیاسي فعالانو څخه جوړه ده، د مارچ ۸مې په مناسبت یې نړۍ په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په تړاو پر بېغورۍ تورنه کړې ده. د دغې شورا په ویناپاڼه کې راغلي: «له بده مرغه د اوسنیو ترخو حقیقتونو او د طالبانو ډلې د ماهیت او د ښځو پر وړاندې د هغوی د دریځ په پوهېدو سره نړۍ د دوی په ټولو جنایتونو او ظلمونو سترګې پټې کړې دي او تر اوسه یې د افغانانو او ښځو پر وړاندې د لګول شویو بندیزونو د لرې کولو لپاره کوم اغېزمن اقدام کړی نه دی.»
بلخوا، د افغانستان د ازادۍ په نوم جبهه چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د طالبانو پر ضد چریکي فعالیتونه کوي، د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې د ښځو اعتراضونه د افغاني ټولنې شعوري او احساساتي مقاومت تر ټولو څرګند سمبول بللی دی. دغې جبهې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په معاصره نړۍ کې د «تر ټولو ښځینه ضد سیاسي- ایډیولوژیکي رژیم» سره له هر ډول تعامله ډډه وکړي. نوموړې طالب ضد جبهې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې جنسیتي اپارتاید په رسمیت وپېژني.
په کور دننه مدني او سیاسي بنسټونو او سازمانونو ترڅنګ د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو هم د مارچ ۸مې په مناسبت د طالبانو تر واک لاندې د ښځو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی. د دوی په خبره، طالبانو له ۵۰ ډېرو محدودونکو فرمانونو په صادرولو د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو لاسرسی محدود او تر پښو لاندې کړی دی.
د بښنې نړیوال سازمان د مارچ ۸مې په مناسبت ویلي چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه په جدي ډول تر پښو لاندې کړې دي. د سویلي اسیا لپاره د بخښنې نړیوال سازمان سیمهییز مدیر سمرېتي سېنګ ویلي چې د ښځینه حقونو فعالانې او معترضانې په منظم ډول ځورول شوې، په خپل سر توقیف شوې او شکنجه شوې دي.
سمرېتي سېنګ لیکلي: «افغانستان د یوه هېر شوي ناروین د رامنځته کېدا له ګواښ سره مخامخ دی.» نوموړي د نړیوالې ټولنې پر نامحسوسې کړنې هم نیوکه کړې ده او زیاته کړې ده، د طالبانو له خوا د بشري حقونو له پراخو سرغړونو سره په پرېکنده چلن کې د نړۍ پاتې راتللو، دغه ډله د ښځو پر وړاندې سمبال شوي تاوتريخوالي او تبعيض د دوام په برخه کې زړوره کړې ده.
د بښنې نړیوال سازمان دغه چارواکي ټینګار کړی چې د ښځو د حقونو د سرغړونو په برخه کې دې معافیت ختم شي او نړیواله ټولنه دې طالبان د جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو په تړاو حساب کتاب ته راوکاږي.
له دې سره هممهاله، د افغانستان د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ د مارچ ۸مې په مناسبت د طالبانو له زندانونو د ښځو او نجونو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. نوموړي په یوې خپرې کړې ویناپاڼه کې ټینګار کړی چې د افغان ښځو او نجونو سره ولاړ دی او زیاته کړې ده: «زه د ښځو په نړیواله ورځ کې له افغان ښځو او نجونو سره ولاړ یم چې له بېساري سمبال شوي او سازماني تبعیض سره مخامخې دي. زه د هغوی زړورتیا، خلاقیت او مشرتابه ته چې د خپلو حقونو د ترلاسي غوښتنه کوي، ستاینه کوم.»
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو ځانګړې استازې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د دوه ګونو کړنو پر ضد له اعتراضونو وروسته، ویلي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه په ټوله نړۍ کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه ده. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ځانګړې استازې الیسون ډیویډیان وايي، په افغانستان کې د ښځو وضعیت باید د نړیوالو اندېښنو او اقداماتو په سر کې وي.
ورته مهال، د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو څانګې مشرې هیدر بار طالبانو ته د ملګرو ملتونو چارواکو او د ځینو هېوادونو د ډیپلوماتانو له لوري د «واقعي چارواکو» پر خطاب نیوکه کړې ده. هغې په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي: «یو کوچنی؛ خو اړین کار چې ډیپلوماتان، مرستندویه کارکوونکي او د ملګرو ملتونو او یوناما چارواکي یې باید ترسره کړي، هغه دا دی چې طالبان واقعي چارواکي ونه ګڼي.»
بلخوا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) د مارچ اتمې یا د ښځو د پیوستون نړیوالې ورځ اړوند بیان کې یو ځل بیا د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې پر نجونو او ښځو د زدکړو، کار او نور لګولي محدویتونه پای ته ورسوي. یوناما زیاته کړې: «دا بیا زړه بوږنونکې ده چې موږ یې په افغانستان کې دقیقاً برعکس حالت وینو، یوه قصدي او ناروین زېږونکې پانګونه چې ښځو او نجونو ته د پام وړ زیان رسوي او یوازې د تلپاتې سولې او سوکالۍ پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي.» دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو سږکال د مارچ ۸مې د ښځو د پیویستون نړیوالې ورځې شعار «پر ښځو پانګونه وکړئ» ټاکلی دی.
له دې سربېره، «په افغانستان کې د بشري حقونو ایتلاف» په نوم د بشري حقونو نهو سازمانونو د مارچ ۸مې په مناسبت په یوې ګډه ویناپاڼه کې د نړیوالو محکمو له لارې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د ټولو ترسره شویو جرمونو په اړه د عدالت او حساب ورکولو غوښتنه کړې ده. دا ویناپاڼه د بښنې نړیوال سازمان، د ازادۍ کور، د شکنجې د منع سازمان او د بشري حقونو د نړیوال فدراسیون په ګډون د ځینو نورو بنسټونو له لوري خپره شوې ده.
نړیوالې ټولنې بیا د ښځو حقونو ته درناوی او د یوه ټولګډونې حکومت رامنځته کول له طالبانو سره د «د اړیکو د عادي کېدو په لور د حرکت» لپاره شرط ايښی دی.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، پر نجونو او ښځو له شپږم ټولګي پورته د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې تړل شوې دي او هغوی یې په دولتي او نادولتي بنسټونو کې له کارکولو راګرځولې دي.
له دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر په افغانستان کې د پېلېدونکي نوي ښوونیز کال په تړاو ویلي چې یو ځل بیا به افغان نجونو لپاره غمجنه کلیزه تکرار شي. نوموړي زیاته کړې: «موږ ښوونځیو ته د نجونو او ښځو بېرته تګ او پر طالبانو د لا فشارونو پر راوړلو له هر فرصته کار اخلو او له طالبانو غوښتل شوي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې هر ډول تبعیضي فرمانونه بېرته واخلي.»
طالبانو په څه باندې دوو کلونو کې پر نجونو او ښځو د بندیزونو په موخه له ۵۰ ډېر فرمانونه صادر کړي چې له کبله یې هغوې له زدهکړو او کار څخه محرومې شوې دي او کابو ټولې ښځې یې د کورونو بندیوانې کړې دي.
د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکو د بشري حقونو په نړیوالو غونډو کې په وار وار ویلي چې د طالبانو فرمانونه د «جنسیتي اپارتاید» مصداق دي چې کېدای «د بشريت پر ضد» جنایت وګڼل شي. هغوی په دې برخه کې له نړیوالو محکمو د څېړنې غوښتنه کړې ده.
طالبانو د بشري په ځانګړي ډول د ښځو حقونو سرغړونو په تړاو نړیوالو اندېښنو ته په ځواب کې ویلي چې ښځو ته یې د «اسلامي شریعت» په اډانه کې حق ورکړی دی.