هغه کسان چې په تېرو دوو لسیزو کې په دولتي بنسټونو کې د کارکوونکي په توګه ګومارل شوي دي، د هېواد په اداري نظام کې د بشري ځواک لویه برخه او د تخصصي او مسلکي کار بنسټیز محرک بلل کیږي. پر افغانستان د طالبانو په واکمندېدو سره، دغه لوی انساني ځواک په ډلهییز او پلان شوي ډول لېرې کړای شوی، منفک شوی او د هغوی پر ځای جګړهماران او طالبانو پورې اړوند کسان، ګومارل کیږي. دا په داسې حال کې ده چې د بشري سرچینو ښه والی، د ملکي خدمتونو ولس محوره کول، د دندې خوندیتوب او د ګومارنې په بهیر کې له ټکنالوژۍ نه ګټه اخیستل، د ګومارنې او د مسلکي وړتیاوو د پیاوړتیا په برخه د دولتي بنسټونو له مهمو دندو دي. تازه مورد کې طالبانو د «افغانستان د نفتو او ګاز» دولتي شرکت ۳۷۹ کارکوونکي او کارګران له دندو لېرې کړي او هغوی ته یې هېڅ ډول حقوقي او قانوني امتیازونه په پام کې نه دي نیولي. له دندو لرې کړای شوي کارکوونکي ادعا لري چې طالبان جګړه ماران او دې ډلې پورې اړوند کسان چې مسلکي وړتیا او کاري تجربه نه لري، د هغوی پرځای ګوماري دي.
د هغو سندونو له مخې چې ۸صبح ورځپاڼې ته په لاس ورغلي دي، طالبانو په دې وروستیو کې د «افغانستان د نفتو او ګازو» دولتي شرکت ۳۷۹ تنه کارکوونکي چې ددغې ډلې تر مدیریت لاندې یې فعالیت کاوه، له دندو لرې کړي او د هغوی پر ځای یې ځان پورې اړوند کسان ګومارلي دي. له دندو لرې کړای شوي کارکوونکي ادعا لري چې هغوی د حقوقي او قانوني سلسله مراتبو له په نظر کې نیولو پرته، له کار نه لرې کړای شوي او هېڅ ډول مادي او معنوي امتیاز ورته په نظر کې ندی نیول شوی. منځه شوي کارکوونکي، طالبان په قومي تبعیض تورنوي او څرګندوي چې ډیری لېرې کړای شوي کارکوونکي « غیر پښتانه» دي.
شته اسناد ښيي چې طالبانو ددغه دولتي شرکت ۳۷۹ تنه کارکوونکي له دندو لرې کړي دي. خو ددغې ادارې په رسمي مکتوب کې ددغو کارمندان د لېرې کېدو په اړه څه ندي ویل شوي بلکې داسې ویل شوي چې له دغو شمېر کارکوونکو سره «د علاقې نه لرل» ترسره شوي او بستونه یې تنقیض شوي دي. په دې مکتوب کې لیدل کیږي چې د کارکوونکو د «علاقې نه لرل» د ۱۴۰۱ کال د بستونو د تنقیض پر بنسټ ترسره شوی دی. هغه مکتوب چې ۸صبح ورځپاڼې ته په لاس ورغلی، پکې راغلي دي چې د طالبانو ریاست الوزرا ددغه شرکت د ۱۴۰۱ کال په تشکیل کې، په مرکز او ولایتونو کې یو زرو ۲۹۴ بستونه منظور کړي دي.
ددغه مکتوب په یوې برخه کې د «افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت» د بستونو د تنقیض اړوند داسې ویل شوي دي: « د ۱۴۰ کال تشکیل د کارکوونکو او کارګرو د بست د کمیت له مخې ۱۲۹۴ بستونه منظور شوی، د ۱۳۹۹ کال د تشکیل په پرتله ۲۰۹ شمېر بستونه لږ دي چې ۴۰۴ بستونه تنقیض او ۱۹۵ زیات شوي بستونه ښيي.» په دې مکتوب کې ویل شوي چې د طالبانو د مالیې وزارت ددغه شرکت د وړاندیز پربنسټ، تنقیض شوي بستونه آزادې سیالۍ ته سپارلي دي.
کوم مکتوب چې ۸صبح ورځپاڼې ته په لاس ورغلی، د متضادو مطالبو ښکارندویي هم کوي. ددغه مکتوب په یوې برخه کې د تنقیض شويو کارکوونکو د تقاعد او حقوقوي امتیازونو په اړه ویل شوي چې هغوی د تقاعد له حقونو برخمن دي، خو په بل پاراګراف کې راغلي دي چې یاد بنسټ د تنقیض شويو کارکوونکو د برخلیک ټاکلو لپاره کومه پالیسي نه لري او د هغوی د برخلیک په اړه پرېکړه نده نیول شوې.
ددغه مکتوب په بله برخه کې راغلي: د « شرکت د اجرايي کمېټې د ۱۷/۶/۱۴۴۴ د ۱۴۰۱ کال د مرغومي ۲۰ مې نېټې د ۲ شمېرې غونډې د پرېکړې پربنسټ، چې د بشري سرچینو د استخدام د عمومي آمریت د سندونو او اړیکو د مدیریت د ۲۲/۶/۱۴۴۴ نېټې د ۱۹۶۷مکتوب له لارې رالېږل شوی چې په هغه کې له کارکوونکو سره د علاقې بندول راغلي دي او دغه راز په یاده پرېکړه کې د بشري سرچینو آمریت په تزیید شویو بستونو کې د آزادې سیالۍ له لارې له شرایطو سره د برابر کسانو د جذب او ګومارنې په اړه مکلف شوی دی.» ددغه مکتوب په بل پاراګراف کې ویل شوي دي هغه کارکوونکي چې بستونه یې تنقیض شوي، کولای شي د قانون له مخې، د خپل تقاعد غوښتنه وکړي او یا هم ددغه شرکت د بستونو د آزادې سیالۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د آزادې سیالۍ له لارې په کمبودو بستونو کې بیاځلي وګومارل شي.
ددغه مکتوب په بل پاراګراف کې د یادو شویو موردونو پرخلاف، د تنقیض شویو کارکوونکو د راتلونکي د نه روښانه کېدلو او بې برخلیکۍ په اړه ویل شوي دي. د « افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت» د مکتوب په یوې برخه کې راغلي دي چې د تنقیض شویو کارکوونکو او کارګرو د برخلیک په اړه داسې پرېکړه شوې ده: « دا چې د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت تر اوسه د یادې شوې موضوع اړوند ځانګړې پالیسي نه لري، د بشري سرچینو پالیسي دې جوړه او د مدیره پلاوي غونډې ته دې وړاندې شي، د مدیره پلاوي له پرېکړې وروسته د جوړې شوې پالیسي او یا د پرېکړې له مخې، د تنقیض شويو کارکوونکو او کارګرو د برخلیک په اړه دې پریکړه وشي.»
ورته مهال ددغه بنسټ یو شمېر له دندو لعرې کړای شوي کارکوونکو ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي چې هغوی د قانوني سلسله مراتبو له په نظر کې نیولو پرته لرې کړای شوي او پر ځای یې طالبانو پورې اړوند کسان چې هېڅ ډول مسلکي پوهه او په دې برخه کې کاري تجربې نه لري، ګومارل شوي دي. دغه کارکوونکي دغه راز ادعا لري چې د قانون له مخې کله چې یو بست تنقیض کیږي، یا تنزیل کیږي، موظف کارکوونکی لومړی حق لري ترڅو په هغه بست کې وګومارل شي؛ خو طالبانو د هغو کارکوونکو چې بستونه یې کښته راغلي، د هغو پر ځای یې نور کسان ګومارلي دي.
جنیدالله محبي (مستعار نوم) د « افغانستان د نفتو او ګازو د دولتي شرکت» له تنقیص شویو کارکوونکو دی. نوموړی چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي هویت یې روښانه شي، له ۸ صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي:« کارکوونکي د تقاعد د امتیاز پرته او یا هم هغوی ته د امتیازي معاش د پکیچ په نظر کې نیولو له دندو لرې کړای شوي دي. دغه راز له بل اړخه کارکوونکو سره قومي چلند ترسره شوی دی. شاوخوا په مالي آمریت کې یې 2۸ بستونه تنقیض کړي دي چې ټول یې د تاجک، هزاره، اوزبیک او د غیرپښتنو قومونو خلک دي. هره ورځ د ریاستونو په امریتونو کې خپل کسان ګوماري؛ تردې چې د یوه مکتوب د لیکلو سواد هم نه لري او نشي کولای د یوې موضوع په اړه پرېکړه وکړي. ټول موضوعات له عمومي رییس نه پیل د آمرینو او عمومي مدیرانو تر کچې د [طالبانو] پورې اړوند کسان دي.
د نفتو او ګازو د دولتي شرکت دغه تنقیص شوی کارکوونکی وایي:« د ادارې وضعیت ډېر ګډوډ دی. شاوخوا ۳۹۵ تنه له دندو لرې کړای شوي دي. دغه راز هغه کسان چې بستونه یې ندي تنقیض شوي، د هغوی بستونه یې اعلان ته ورکړي او هغه کسان چې غیر پښتانه دي، هغوی ته پلمې جوړوي. هره ورځ وردګ او کندهاریان ګومارل کیږي. شاوخوا ۱۲۰ تنه ښځې یې له تشکیل نه لېرې کړي او په بې برخلیک وضعیت کې دي، پرته له کوم امتیاز نه.»
احمد مبشر (مستعار نوم) یو بل کارکوونکی دی چې بست یې تنزیل شوی او پر ځای یې هممهاله بل څوک ګومارل شوي دي، نوموړی له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي:« دغه ستونزه رامنځته شوې ده، تشکیل یې په خپل زړه جوړ کړی، هغه کسان چې دوی نه غوښتل د هغوی مسلکي بستونه یې تنقیض کړل. زما بست یې تنزیل کړ، خو بل څوک یې زما پر ځای وګومارل. همدا ستونزې دي. زمونږ په وس کې هېڅ ندي. تنزیلي بستونو کې یې هم پرته له سیالۍ خپل کسان ګومارلي دي. په داسې حال کې چې د قانون او اصولو له مخې هغه کس چې بست یې تنزیل شوی، زیانمن شوی دی او قانوني حق یې هم دی، چې وګومارل شي؛ خو دوی له آزادې سیالۍ پرته خپل کسان ګومارلي دي.»
په همدې حال کې ددې ادارې یوه ښځېنه کارکوونکې چې د طالبانو له لوري له دندې لرې کړای شوې ده، ۸صبح ورځپاڼې ته وايي چې طالبانو ټول دغه کارکوونکي د اداري اصولو او قانوني طی مراحلو د نه په نظر کې نیولو سره له دندو لرې کړي دي. هغه وايي: «په مرکز او ولایتونو کې شاوخوا ۱۲۰ تنه ښځینه کارکوونکې وې، ټولې یې د نارینه وو په ګډون رخصت کړل، لکه یو کس یې چې له سړک نه په مزدودۍ نیولی وي او رخصت یې کړي. په داسې حال کې چې ټولو یو عمر هڅې وکړې، متخصص ځواک و، او باید د قانون له مخې ورسره چلند شوی وای. دوی [طالبان] پرته له خپلو غړیو نور څوک نه غواړي، دا د خلکو په حق کې لوی ظلم دی.»
۸صبح د دغه بنسټ له څو نورو کارکوونکو سره هم خبرې کړي دي چې ټول د مکتوب محتوا تاییدوي او وايي چې پرته له هېڅ لامل نه او د قانوني طی مراحلو په نه نظر کې نیولو له دندو لرې کړای شوي او بې برخلیکه شوي دي. دغه راز ټول دغه تنقیض او تنزیل شوي کارکوونکي، ادعا لري چې طالبان د اخلاقي او مدیریتي اصل په نه نظر کې نیولو خپلې ډلې پورې اړوند کسان د هغوی پر ځای په دندو ګومارلي دي.
دا ټول په داسې حال کې دي چې د جمهوریت په نظام کې د ملکي خدمتونو د قانون پر بنسټ «هغه کارکوونکی چې بست یې له منځه، تعدیل او یا هم اعلان ته سپارل کېده، د انتظار به معاش په حالت کې پاتې کېده. ادارې کولای شو منتظر به معاش کارکوونکی د کار د قانون د دوه اویایمې مادې د حکمونو له مخې پر نورو دندو وګوماري.» دغه تنقیص او تنزیل شوي کارکوونکي، ادعا لري چې طالبانو نه یوازې د هغوی پرځای نور کسان ګومارلي، بلکې په تنزیل شویو بستونو کې د پخوانیو حقونو اوامتیازونو له مخې کار کوي. د هغوی په وینا، د یادې ادارې رییس د پخواني بست د امتیازونو د ورکړې او د افرادو د بست د ټاکلو صلاحیت نه لري او هغه کسان چې د بست د تنزیل په صورت کې هم، له پخوانیو امتیازونو برخمن کیږي، د قومي او ایدیولوژیک اړیکو له امله، له دغه مزیت نه برخمن شوي دي.
دغه راز د «افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت» د اجرایي کمېټې په صورت جلسه کې هم په طالبانو پورې اړوند د څلورو تنو نومونه لیدل کیږي چې د بست له تنزیل سره سره، له خپلو پخوانیو امتیازونو برخمن دي. ددغه بنسټ د تنقیص شویو کارکوونکو په خبره، په طالبانو پورې اړوند کسان چې ددغې ادارې په دریېمو بستونو کې کار کوي، د دوهم بست تنخوا چې سل زره نغدې افغانۍ او شاوخوا ۲۰۰ لیتره تیل، موټر، د تیلفون کارت او نور امتیازونه کیږي، ترلاسه کوي، په داسې حال کې چې ددغې ادارې د دریېم بست تنخوا ۵۵ زره افغانۍ ده.»
تر دې وړاندې طالبانو ویلي وو، د دغې ډلې کابینې یو لارښود تصویب کړی دی چې د هغه پر بنسټ د دغې ډلې رییس الوزرا هره میاشت ۲۰۰ زره افغانۍ تنخوا او د رییس الوزرا مرستیالان ۱۸۳ زره افغانۍ، د سترې محکمې رییس ۱۶۷ زره افغانۍ، وزیران، د استخباراتو عمومي رییس او لوی څارنوال هر یو ۱۳۷ زره، د چارو د ادارې عمومي رییس ۱۲۲ زره، والیان ۹۱ زره، د چارو د ادارې مرستیالان ۷۶ زره، د وزارتونو مرستیالان ۹۱ زره، د پلټنې عمومي رییس ۶۱ زره، کابل ښاروال ۱۰۶ زره، د ولایتونو ښاروالان ۴۵ زره او د شریعت راډیو عمومي رییس ۶۱ زره افغانۍ میاشتۍ تنخوا ترلاسه کوي؛ خو په دې بنسټ کې وضعیت بل ډول دی.
طالبانو تر دې وړاندې مرکز او ولایتونو کې په یو شمېر دولتي ادارو کې د رییسانو او د کلیدي ادارو د مدیرانو په ګډون د پخواني حکومت کارکوونکي یې له دندو لرې کړي او یادې ډلې پورې اړوند نوي کسان یې د هغو پرځای ګومارلي دي. هغوی د استازو او سنا مجلسونو له لغوه کېدو وړاندې، د ولسي جرګې د ټلویزیون ۴۶ تنه کارکوونکي یې له دندو لرې کړي وو.