۸صبح، کابل: د افغانستان د مدني ټولنې فعاله او د نوبل جاېزې نوماندې محبوبې سراج ویلي، چې طالبانو سره له خبرواترو پرته بله لار نشته او له ۱۸ میاشتو «بېرحمۍ» وروسته د دې وخت رارسېدلی، چې طالبانو ته غوږ ونیول شي.
محبوبه سراج دوشنبه د سلواغې پر اوولسمه نېټه له فارنپالیسۍ سره په یوه مرکه کې له طالبانو سره د تعامل غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی: «له طالبانو سره دې مذاکرات پيل شي. له هغې پرته به بېوزله افغانان زیان وګالي.»
هغې زیاته کړې: «موږ باید له طالبانو سره هوکړې ته ورسېږو او وګورو، چې دوی څه کولای شي او موږ څه کړای شو.»
سراج څرګنده کړې، چې افغان مېرمنې څنډې ته شوې دي.
نوموړې جوته کړې: «نور نشته یو. موږ نه لیدل کېږو. موږ اجازه نه لرو چې کوم څه وکړو، چېرته ولاړې شو، درس ووایو او کار وکړو.»
د ویلو ده، چې محبوبه سراج د مدني ټولنې یوه غړې ده، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې پر ۱۵ کابل ته د طالبانو په راتلو هېواد ته راستنه شوه او وروسته یې نوم د «ټایم مجلې» په ۱۰۰ اغېزمنو څېرو کې راغۍ.
له هغې وروسته د اسلو د سولې څېړنو انستیتوت چهارشنبه د سلواغې پر ۱۲ اعلان وکړ، چې محبوبه سراج او د ایران مېرمنو د حقونو او بشري حقونو نامتو فعاله نرګس محمد یې د سولې د نوبل جاېزې ګټلو لپاره نوبل کمېټې ته معرفي کړې دي.
د دې پرېکړې په غبرګون کې د افغانستان د معترضو ښځو غورځنګ محبوبه سراج پر لابيګرۍ او له طالبانو د تعامل پر پلوۍ تورنه کړې او د اسلو د سولې څېړنو له انستیتوت څخه یې وغوښتل، چې د اغلې سراج نوم د سولې د نوبل جایزې د نوماندانو له نوملړ څخه لیرې کړي.