۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د ترکیې او سوریې له زلزله ځپلو سره ۱۵ میلیونه افغانۍ مرسته کوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سلواغې پر ۱۸ د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي، چې د بشري همدردۍ او اسلامي اخوت له مخې ۱۰ میلیونه افغانۍ مرسته له ترکیې او پنځه میلیونه افغانۍ مرسته له سوریې سره اعلانوي.
دغه وزارت زیاته کړې، چې د ژغورنې او روغتیا ډلې هم د چمتو دي ترڅو د اړتیا په صورت کې د ژغورنې په عملیاتو کې ونډه واخلي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ترکیه کې د افغانستان سفارت ته ویلي، چې تر خپلې وسې له زلزله ځپلو سره هېڅ ډول مرسته ونهسپموي.
له ترکیې او سوریې سره د طالبانو له خوا دغه مرسته په داسې حال کېږي، چې افغانستان خپله بهرنیو مرستو پورې تړلی دی.
د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې ډېری زلزله ځپلې کورنۍ سرپناه نه لري او په ناوړه اقتصادي وضعیت کې دي.
د ویلو ده، چې تر ۲۴ ساعتونو د زیاتې مودې په تېرېدو سره تر اوسه ترکیه او سوریه هېوادونه درې ځله د سختو زلزلو شاهد وو.
د دغو زلزلو له امله تر اوسه په ترکیه او سوریه کې لږترلږه پنځه زره تنه مړه شوي دي.