شعر ته په عربي ژبهکې وېښته ویل کېږي او شعر هغه کلام دی چې د زړه خبره په موزونوالفاظو کېښکاره؛ خو پټ بیان شي. په شعر پېژندنه کې شعر داسې تعریف شوی دی، (شعر یو په زړه پورې، د انسان د احتیاج وړ خو په مرموز، سحر امېزه او حیرانوونکی شانته هنر، ژبنیز ذهني تخلیق دی.)ددې ترڅنګ شعر له دغو پنځو توکو رغېدلی بولي (فکر، احساس، عاطفه، تخیل او آهنګ دی.)
د شعر په مرسته ذهنیت جوړوونه هغه سکالو ده چې له ننه څو پېړۍ وړاندې شاعرانود یوې ټولنې لیدلورید سمون خواته پرېبدرګه کړی دیاو بېلابېلاخلاقي او دیني موضوعات یې پخپلو شعرونو کېځای کړې دي.
شاعر د یوې ټولنې هېنداره ده او شعر د یوې ټولنې غږ بلل کېږي.له یوه نظره ښه شعر هغه دی چې د اصلاح او سمون ښېګڼې په کې نغښتې وي او د سولې، آزادۍ، پخلاینې انسانیت او په تېره مینې پیغام په کې پروت وي.
عبدالرحمن مومند او خوشحالخان خټک هغه شاعران دي چې د شعر په مرسته یې د ذهنیت جوړوونې پیغامونه استولي دي، خوله عبدالرحمن مومند او خوشحال خټکه وړاندې او روستهنور شاعران هم ول چې د اصلاح او سمون لپاره یې اشعار ویلي دي، خو زموږ د مقالې اصلي محور د رحمان بابا او د خوشحال خان د اشعارو په نمونو باندېرا څرخي چې د شعر په مرسته یې ذهنیت جوړوونه کړې ده.
عبدالرحمن مومند هغه شاعر دی چې په اشعارو کې یې اخلاقي، دیني، روزنیزه، ټولنیزه، عرفان او تصوفيمینه او واقعیتونه لیدل کېږي چې په دې اساس د سلطان الشعراء او لسان الغیب…لقبونه یې ترلاسه کړل.
همدارنګهخوشحال خان خټک هم په خپل اشعارو کېټولنیز، سیاسي، علمي، عرفاني، تربیوي، انتقادي، نشنلیزم، مذهبي، طبي، جغرافیوي، سایکالوجي، جهل او بې اتفاقي او دغه شان مینې موضوعات را نغښتي دي چې په ټولنه کې یېډېر محبوبیت پیدا کړ او د بابا په لقب مشهور شو.
شاعر ټولنې ته د زړه په سترګه ګوري او ډېری مهال نقد ګرا اوسېږي؛ځکه همدا سالم نقدونه دي چې د سمون لامل ګرځي. شاعران بایدلکه عبدالرحمن مومند او د خوشحال خټک په څېر عرفانياو اصلاحيشعرونه ولیکي او هغه تصویر ته چې موږ سم متوجې شوي نه یو موږ ته یې په را په ګوته کړي. لکه لسان الغیب شاعر او خوشحال بابا چې وایي:
عبدالرحمن مومند:
کر د ګلو کړه چې سیمه دې ګلزار شي
اغزي مه کره چې پښو کې به دې خار شي
***
انسانیت څه په دولت نه دی رحمانه
بت که جوړ کړې د سرو زرو انسان نه دی
خوشحال خان خټک:
نوراني کا هغه ځای چې سره کښېني
دیرینه څلور هوښیار په مشورت
***
ازادي تر پادشاهیه لا بهتر ده
چې د بل تر حکم لاندې شي زندان شي
دا هغه موضوعات دي چې زموږ په ټولنه کې له پېړیو مزل روستهتر مونږه را رسېدلي دي، چې په عملي کولو کې یې سمون نغښتی دی او موږ سمې لارې ته هدایتوي.
د احساس او عاطفې په مرسته:
هر انسان ددې ترڅنګ چې جسم ورپورې دی، ذهن یې چارې سنبالوي، دغه شان احساس او عاطفه هم لري، چې ډېره کړنې او دریځونه یې ترې اغېزمنېدای شي.په ادبیاتو کې احساس او عاطفه یو له بل سره اړیکه لري؛خو په روانپوهنه کې بیا احساس او عاطفه په خپل منځ کې یو باریک سرحد او پوله لري. احساس له درک او حس کولو روستهد بدن غړي په تحریک راولي؛ خو عاطفه له عواطفو اخیستل شوېچې د محرک په واسطه زړه سوزوالی او خواخوږۍ رامنځته کوي.
د شعر په مرسته احساس او عاطفه پهذهنیت جوړوونه کې ډېره ونډه لري. دا چې هر وګړیاحساس او عاطفه لري؛نو همدا احساس او عاطفه په شعر کې لامل ګرځي چې د وجود مړې پدیدې په خوځښت راولي او د راژوندي کېدو ترڅنګ یې فکر کولو ته هم وهڅوي…
د احساس ترڅنګ همداشان عاطفه هم دترحم، زړه سوزوالي او د خواخوږي غریزې په وجود کېپیاوړي کوي او په ذهنیت جوړوونه کې هېوادنۍ مینه په انسان کې رامنځته کوي.لکه خوشحال بابا چې وایي:
د کابل مېوې خوراک مې د توتیانو
پرې خواره شول تور کارغان له هندوستانه