د سولې کلمه د افغانستان لپاره د بخت سکې په توګه د جګړې د ختمېدو مانا لري!

ليکوال: د نړيوالو اړيکو کارپوه او خبریال، خيبر حکيمي - ژباړن: محمد عزيز پردېس

سريزه:
دا څرګنده ده چې ټول افغانان د سولې او د جګړې د پای ته رسېدو غوښتونکي دي او دې چارې ته رسېدل يې د ژوندانه لويه هيله ګرځېدلې ده. اوس چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ډلې ترمنځ د مخامخ خبرو د پيلېدو لپاره هڅې دوام لري، افغان دولت په خپل دريځ چې هغه د جمهوري نظام ساتنه او په تېرو ۱۹ کلونو کې د افغانانو لاسته راوړنې دي، ټينګار کوي. خو د طالبانو اړخ بيا اسلامي دولت د رامنځته کېدو خبرې کوي او تراوسه پورې هم د طالبانو له لوري د اسلامي دولت د جوړښت او څرنګوالي په اړه څرګند تعريف نه دی وړاندی شوی.
دا واضح شوې نه ده چې اسلامي دولت هماغه د شلو کلونو وړاندې د طالبانو اسلامي امارت دی چې پکې سخت دريځه چارې لکه: په عام محضر کې وهل او ټکول، د ښځو د انساني، ټولنيزو او سياسي لومړنیو حقونو مخنیوی، په جبري توګه د ږيرې پرېښودل، د جنايي جرمونو د تورنو د لاسونو او پښو پرې کول، دُرې وهل، سنګسارول او د سر پرې کول… او يا کوم بل څه دي؟ دا هغه پوښتنه ده چې تر دې دمه يې په اړه ددې ډلې لخوا سپيناوی نه دی شوی.
د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې اترې، د افغانانو لپاره له ځان سره خوښۍ او خواشينۍ لري. خلک ورته ددې لپاره خوشحاله دي چې جګړه، وژنه، ترور، تاوتريخوالی او څلوېښت کلن ناورين به پای ومومي او خواشيني ورته په دې اساس دي چې د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې ښايي له لاسه ورکړل شي.
په دې مقاله کې د افغانستان د سولې د ننګونو، فرصتونو، تشويشونو او اغېزمنو لاملونو په اړه بحث او شننه شوې ده.
د دوحې د سولې خبرې اترې، زرين فرصت
په قطر کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو اترو د رسمي پيلدو لپاره د افغان دولت د مرکچي پلاوي هڅې، د جګړې د ختمېدو او سولې ته د رسېدو لپاره مناسب فرصت دی، خو دغه پلاوی بايد ډېره هڅه وکړي چې سولې ته د رسېدو په موخه د جمهوري نظام او د دوو لسيزو لاسته راوړنو د ساتنې لپاره، له ځانګړي پلټ فورمه په سمه توګه ګټه پورته کړي.
په دغو مذاکـراتو کې له ټولنې هیله مندۍ سره سره، ګــڼو اختلافاتو هم سر راپورته کړی دی! خــو هيله شته چې مذاکرات په همدې لومړيو پړاوونو کې له اختلافاتو راووځي او بايد دا فرصت له لاسه ورنکړل شي او د امتياز اخيستنې لپاره جګړه او تاوتريخوالی دوام ونه مومي. لکه څنګه چې د جګړې او سولې په ادبياتو کې ډېر دود قول دی چې وايي: «هره جګړه پای لري».
څرنګه چې په دوحه کې د مذاکراتو په پرانيسته کې افغان دولت له لوري مطرح شوه چې جګړه هېڅ ګټونکی نلري او په سوله کې هېڅ چا نه ده بايللې او په همدې دليل بايد د دواړو اړخونو په خبرو او کړنو کې د جګړې له ادبياتو نه؛ بلکې له د سولې له ادبياتو ګټه پورته شي.
اوسمهال د سولې د خبرو اترو پر وړاندې ترټولو لوی خنډ د تاوتريخوالي دوام دی. بې له شکه چې د تاوتريخوالي دوام پر مذاکراتو منفي اغېز کولای شي او اوسنی لومړيتوب دادی چې د دواړو لوريو د تماس ډلې بايد ژر تر ژره د مذاکراتو کړندود او بیا اجنډا وروستۍ کړي او مذاکرات په رسمي توګه پيل کړي.
د دواړو لوريو لخوا د خبرو اترو رسمي پيل ته لومړيتوب ورکول
د دواړو لوريو ترمنځ د اعتماد جوړونې فضا لپاره بايد طالبان اوربند ته غاړه کېږدي او بايد جګړه او تاوتريخوالی د مذاکراتو فضا زيانمنه نکړي. د سرتاسري اوربند اعلانول به د طالبانو ډلې په ليدلوري کې بدلون وښيي او د مذاکراتو فضا به د اعمتاد وړ او ښه کړي.
طالبان دې د سرتاسري اوربند په اعلانولو سره دا ثابته کړي چې په ايډيولوژۍ کې يې بدلون راغلی او واقعاً د جګړې د ختمېدو او د سرتاسري سولې د ټينګښت لپاره فکر کوي. که ددې ډلې له لوري جګړه دوام ومومي او هلته هم د سولې مذاکرات پيل نشي، نو دا خبرې اترې به د بې اعتمادۍ په فضا کې مخ ته لاړې شي او سولې ته د رسېدو لپاره به اغېزناکې نه وي.
د دونالد ترامپ تازه پيغام
د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جالب او تازه پپغام لري. د امريکا متحده ايالاتو ولسشمر دونالد ترامپ په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې طالبان «سخت» هوښيار دي.
د دونالد ترامپ دا پيغام دوه اړخه لري. د دونالد ترامپ له پيغام څخه لومړنی تفسير کېدای شي دا وي چې د امريکا ولسمشر ددې په لټه کې دی چې له طالبانو راضي شي او دا ډله د سولې مذاکراتو يوې نسبي پايلې ته غاړه کېږدي او غواړي چې د سولې مذاکرات يوې نسبي مطلوبې پايلې ته ورسېږي چې د نوموړي لپاره په راروانو ولسمشريزو ټاکنو، يوه ښه لاسته راوړنه حساب شي.
د دونالد ترامپ له تازه پيغامه بل تفسير دا کېدای شي چې د امريکا ولسمشر په يو ډول وښودله چې طالبان په کلکه توګه خپل دريځ باندې ولاړ دي.
دونالد ترامپ په يو ډول وغوښتل افغان دولت ته دا پيغام ورسوي چې طالبان له خپل دريځه نه اوړي او افغان دولت بايد د دوحې په مخامخ خبرو کې له خپل اړخه، لازم نرمښت وښيي ترڅو افغانستان يوې نسبي او لنډمهالې سولي ته لاره پيدا کړي او ترامپ هم له دې لاسته راوړنې څخه د روان زېږديز کال په ټاکنو کې د ټاکنيز کارت د ګټونکي په توګه ګټه پورته کړي.
د افغانستان د سولې په تړاو د سيمه ييزو لوبغاړو اجماع ته اړتيا
په دوحه کې د افغانستان د سولې په پروسه کې جدي اړتيا، هغه په مذاکراتو کې د سيمه ييزو لوبغاړو مناسب ګډون او اجماع ده.
د افغانستان د سولې په پروسه کې د سيمه ييزو هېوادونو لکه: روسيه، ايران، سعودي عربستان، پاکستان او …. ګډون ډېر مهم او حياتي دی. که څه هم د سولې په بهیر کې ددغو هېوادونو د اجماع خبره کېږي، خو اوس هم د سولې په بهیر کې د سيمې د هېوادونو د اجماع او همکارۍ په اړه اندېښنې لا پر خپل ځای دي.
ددې اندېښنو يوه برخه وضعيت ته په کتو پرځای او سمې دي. څرنګه چې معلومه ده د مذاکراتو په پرانېسته کې د روسيې او ايران هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ګډون نه درلود او دا مورد په بشپړ ډول جدي او معنی لرونکی ؤ! دا په دې معنی چې په دې وروستيو کې د ايران او روسيې اړيکې له قطر او امريکا سره ترينګلې شوې دي او ددې دواړو هېوادونو د بهرينو چارو وزيرانو نه ګډون، دا پيغام رسوي چې روسيه او ايران له دې بهيره دومره خوښ نه برېښي او په يو ډول ترې ملاتړ نه کوي.
وروستۍ خبره
بې له شکه چې د افغانستان د سولې بهير له ځان سره ننګونې، اندېښنې او ډېر فرصتونه لري، خو افغان دولت او د طالبانو ډله په رښتيا هم يوې لويې ازموينې سره مخ دي چې دا ازموينه په هېواد کې د څلوېښت کلنې جګړې لپاره د پای ټکی کېدای شي.
په ټوله کې، د مذاکراتو لپاره د افغان دولت له لوري د يو مشخص او حساب شوي ميکانيزم لرل، د سيمې د هېوادونو د مناسبې اجماع رامنځته کېدل او د سولې په مذاکراتو کې ګام په ګام هڅې، د جګړې د ختمېدو او سولې ته د رسېدو لپاره هيله مندي رامنځته کولای شي.

ورته لیکنې

Back to top button