۸صبح، کندهار: کندهار کې سیمهییزې سرچینې وايي، چې په دغه ولایت کې د دوو ناپېژانده کسانو مړي موندل شوي دي.
سرچینې یکشنبه د مرغومي پر اتلسمه نېټه وایي، چې دغه مړي په جلا جلا توګه د ارغنداب ولسوالۍ د ژوندیو هدیرې له سیمې او د سپین بولدک ولسوالۍ د برکت له تنګي پیدا موندل شوي دی.
د سرچینو په وینا موندل شوي مړي د پېژندلو وړ نه دي.
په همدې حال کې کندهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د ښار دوه چوکيداران د شخصي دښمنیو له امله وژل شوي دي.
ځایی سرچینې زیاتوي، چې دغه دوه کسان یکشنبه شپه د کندهار ښار د ۱۴ حوزې په اړوند برخو کې وژل شوي دي.
په دې وروستیو کې په بېلابېلو ولایتونو کې مرموزې وژنې زیاتې شوې دي.