نبیل: د طالبانو دفاع د علم، عقل او تمدن سره دښمني ده

۸صبح، کابل: په تېر حکومت کې د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وايي، د طالبانو له ډلې دفاع کول د علم، عقل او تمدن سره دښمني ده.
نبيل دا خبره د چهارشنبې په ورځ (وري۲) په خپل ټوېټر پاڼه د يو شمېر طالب جنګياليو هغه ترانه چې د اتڼ سره یې ويلې ده په جواب کې څرګنده کړې.
نبیل لیکلي: «د طالب په نوم یو اقلیت چې د یو ټولنیز شیطان په توګه د ترهګرۍ او جهالت سمبول دی، په منظم او سیستماتیک ډول زموږ ګران وطن، زموږ ګډ ټولنیز، کلتوري او تمدني ارزښتونه او شتمنۍ ویجاړوي.»
د طالب جنګیالیو په ترانه کې چې په پښتو ژبه ویل کېږي طالب جنګيالي وايې: «دا د پښتنو سپین بیرغ دی، او د پنجشیر پاڅون له منځه وړي.»
رحمت الله نبیل د طالب جنګیالیو د دغې ترانې په ځواب کې وویل چې پنجشیر د افغانستان د خپلواکۍ څپانده زړه او سمبول و او اوس هم دی.
نبیل زیاته کړه: «د حقانیه مدرسې یو کوچنی اقلیت چې د طالبانو په نوم د مرمیو په زور او معاملې کولو سره په افغانستان واکمنه ده، یوه ستره تاریخي غمیزه او داسې تمدن دی چې ویجاړونکې پایلې یې پریښې او زموږ ټولنه ګواښي.»
په پنجشیر کې د سپین بیرغ او پاڅون په تړاو د طالبانو وروستۍ ترانه په ټولنیزو شبکو کې د افغانستان د پښتنو له پراخ غبرګون سره مخ شوې ده.