۸صبح، نیمروز: نیمروز کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې تېره یوه اوونۍ کې له ایرانه نږدې ۵ زره افغان کډوال ایستل شوي دي.
ځایي سرچینې پنجشنبه د وږي پر ۳۱ له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وایي، چې تېره یوه اوونۍ کې ۳۵۶۳ تنه افغان کډوال د نیمروز ولایت د ورېښمو پل له لارې افغانستان ته بېرته ګرځول شوي دي.
په همدې حال کې هرات کې سیمه ییزې سرچینې تاییدوي، چې تېره اوونۍ ۹۲۲ تنه افغان کډوال له ایرانه ایستل شوي. دغه کسان د اسلام کلا پولې له لارې افغانستان ته دننه شوي دي.
له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر دوام لري.