۸صبح، کابل: د طالبانو د ازموینې ملي ادارې په یو لړ مراسمو کې د هېواد شپې پوهنتونونو د کانکور پایلې اعلان کړې.
د سږ کال د شپې پوهنتونونو د کانکور پایلې نن (یکشنبه د سلواغې ۹) اعلان شوې او د کابل ښار د یوې خصوصي لیسې زدهکوونکی سعادتالله د ۲۷۵.۶۰۶ نمرو په اخیستو سره د ازموینې لومړی مقام خپل کړ.
عبدالجمیل له هراته او انجامالدین له کابل څخه د ۲۵۷ او ۲۵۰ نمرو په اخیستو سره د شپې کانکور ازموینې دویم او درېیم مقامونه خپل کړل.
د لومړي مقام ګټونکی د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي، دویم مقام ګټونکي د هرات پوهنتون د عربي ادبیاتو پوهنځي او د درېیم مقام ګټونکي د کابل پوهنتون د انګلیسي ژبې پوهنځي ته لار موندلې ده.
د سږ کال د شپې پوهنتونونو د لار موندنې په ازموینه کې څلور زره او ۵۵۲ تنو ګډون کړی و، چې له دې منځه درې زره تنو یې پوهنتونونو او نیمه عالي موسسو ته لار موندلې ده.
د شپې پوهنتونونو د کانکور ازموینې پایلې په ناسته کې د نجونو زدهکوونکو د ګډون او دا چې څومره نجونې په دې ازموینه کې کامیابې شوې دي، څه نه دي ویل شوي او خبریالانو هم په دې اړه پوښتنه نه ده کړې.
سږ کال هېواد کې د عمومي کانکور په ازموینه کې د هرات اوسېدونکي سلیمان د ۳۵۵.۴۲۰۴ نمرو په اخیستو لومړی مقام خپل کړ او د هرات پوهنتون د طب پوهنځي ته یې لار ومونده.