۸صبح، بادغیس: بادغیس کې سیمه ییزې سرچینې په دغه ولایت کې په کم شمېر ګډون کوونکو سره له کانکور ازموینې خبر ورکوي.
ځایي سرچینې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې بادغیس کې د کانکور ازموینه پنچشنبه د تلې پر ۱۴ د ۲۹۱ زده کوونکو په حضور ترسره شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د سرچینو په وینا تېرو کلونو کې بادغیس ولایت کې د کانکور په ازموینه کې ګڼ شمېر زده کوونکو ګډون کاوه.
سرچینې بادغیس کې د کانکور په ازموینې کې د ګډون کوونکو کم شمېر د نجونو ښوونځیو تړلي پاتې کېدل بولي.
د ویلو ده، چې د ازموینو د ملي ادارې د پرېکړې له مخې د کانکور ازموینې د هېواد په ولایتونو کې نن پيل شوې دي.