د سویلي کوریا پوځ وايي، شمالي کوریا د چهارشنبې پر ورځ په ختیځ ساحل کې درې بالستیک توغندي په داسې حال کې وتوغول، چې ولسمشر بایډن سیمې ته خپل سفر پای ته ورساوه.
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، دا په روان میلادي کال کې د شمالي کوریا اوولسم توغندیز ازمایښت دی.
د سویلي کوریا پوځ زیاتوي، چې له درېیو ازمایښت شویو توغندیو څخه دوه یې د شمالي کوریا پلازمېنې پیونګ یانګ ته نږدې له سونان سیمې توغول شوي دي.
د امریکا او جنوبي کوریا چارواکو په دې وروستیو اوونیو کې خبرداری ورکړی، چې شمالي کوریا د اټومي ازماینو یا د بین قاره يي بالستیک توغندیو ازمایلو ته چمتو ده.
د چهارشنبې پر ورځ توغندیزې ازموینې روښانه کړې، چې شمالي کوریا په نږدې راتلونکي کې خبرو اترو ته لېوالتیا نه لري.