۸صبح، سمنګان: سمنګان کې ځایي سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله یو تن وژل شوی او ۴ نور ټپیان دي.
سمنګان ولایت کې ځایي سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې دغه پېښه نن یکشنبه د چنګاښ پر ۵، د کابل ـ مزارشریف پر لویه لار د سمنګان ولایت اړوند سیمو کې شوې ده.
د دې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل شوې ده.
د کابل ـ بلخ پر لویې لارې کله کله ترافیکي پېښې کېږي.