پکتیا ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې د یوې کورنۍ څلور تنه ووژل.
پېښه نن یکشنبه د چنګاښ په ۱۳مه له غرمې وروسته د ګردېز ښار اړوند د رباط او ګردېز پر غځېدلي سړک رامنځنه شوې ده.
د دغې پېښې په وژل شویو کې د یوې کورنۍ د مېرمنې او خاوند په ګډون، یوه لور او یوه ورېره شاملې دي.
رباط سیمه د ګردېز ښار شمال لویدیځ خواته په کابو اته کیلومترۍ کې پرته ده.
امنیتي چارواکي د دولت وسله وال مخالفین د پېښې عاملین ګڼي، خو وسلوالو ډلو رسنیو ته تر دې دمه څه نه دي ویلي.