له هېواده د امريکايي او ناټو ځواکونو د بشپړو وتلو په درشل کې د امريکا يو شمېر لوړپوړو امنيتي او حکومتي چارواکو څو څو ځلې په افغانستان کې د امنيتي اوضاع د خرابېدو په اړه خپلې اندېښنې شريکې کړې دي. په دې اندېښنو کې د طالبانو له لورې د ښارونو د مرکزونو سقوط، د القاعده بيا فعالېدل، د رسنيو د فعاليتونو محدودېدل او د سولې مذاکراتو ناکامېدل شامل دي.
په ورته وخت کې د هېواد ملي امنيت سلاکار حمدالله محب مسکو ته سفر وکړ څو د روسيې لوړپوړو چارواکو سره د امنيتي همکاريو په اړه خبرې اترې وکړي. ملي امنيت شورا په يوې خبرپاڼه کې چې د چنګاښ په ۱۱مه، د جمعې په ورځ خپره شوه ويلي دي چې، د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب مسکو ته د خپل سفر په ترڅ کې د روسيې د ملي امنيت سلاکار نيکولای پاتروشيف سره ليدلي دي.
د ملي امنيت شورا د خبرپاڼې له مخې دواړو لوريو په دې ليدنه کې چې د چنګاښ په ۱۱مه د جمعې په ورځ وشوه، د بېړني اوربند پر اړتيا، د سولې مذاکراتو پيل، د جګړې پايته رسېدو او د خپلواک، واکمن او پر ځان بسيا افغانستان پر موجوديت ټينګار کړی دی.
د امنيتي ګواښونو په ډېرېدو او له هېواده د بهرنيو ځواکونو په بشپړو وتلو سره، د مسکو رول مخ په ډېرېدو دی. له بګرام پوځي هډې څخه وروستی امريکايي سرتېری د چنګاښ په ۱۱مه د جمعې په ورځ بهر شو. د راپورونو له مخې له هېواه د ناټو او امريکايي سرتېرو وتلو پروسه به ډېر ژر بشپړه شي.
د ملي امنيت شورا د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان او روسيې د ملي امنيت شورا سلاکارانو په دې ليدنه کې همداراز د سولې، امنيت، له ترهګرۍ او مخدره توکو سره مبارزې او د دواړو هېوادونو د مختلفو وزارتونو ترمنځ د سلا مشورو ډېرېدو په اړه خبرې اترې کړې دي.
ملي امنيت شورا ويلي چې په دې ناسته کې دواړو لوريو په سيمه کې د ګډو امنيتي موخو د ملاتړ او غښتلي کولو لپاره خپل ګډ چمتووالی اعلان کړ. دواړو لوريو همداراز ويلي چې په شمال کې ناامني کولی شي افغانستان، روسيه او د منځنۍ اسيا هېوادونه له ګواښ سره مخامخ کړي.
په دې حال سره وبه ليدل شي چې د امنيتي همکاريو لپاره د مسکو د چمتووالي اعلان به څومره د کابل اندېښنې راکمې کړي.
د امريکا دفاع وزير لوېډ اسټېن د افغانستان ملي دفاع سرپرست وزير بسم الله محمدي سره په ټيليفوني خبرو کې د طالبانو له لوري د تاوتريخوالي او جګړې د کچې لوړوالی د سولې يوې ټول اړخيزې هوکړې ته د رسېدو پر وړاندې يو خنډ ګڼلی دی. اسټېن دغه حالت د اندېښنې وړ ګڼلی او ويلي يې دي: «موږ له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د تمويل، تجهيز او مسلکي ښوونې په برخو کې د اوږدمهاله همکاريو دوام ته ژمن يؤ او همداراز د افغان حکومت او افغانانو سره زموږ د تلپاتې ګډون ژمنه په خپل ځای ده».
په تېرو دوو لسيزو کې چې افغانستان د امریکا نږدې او ستراتيژيک ملګری پاتې شوی، له روسيې سره يې محدودې اړيکې لرلې دي. ټول امنيتي ځواکونه د امريکا تر نظر لاندې تشکيل شوي، روزنه يې ليدلې او تجهيز شوي دي.
ملي امنيت شورا د کابل او مسکو ترمنځ د امنيتي همکاريو په اړه ډېر جزئيات نه دي ورکړي، خو د ملي امنيت شورا وياند رحمت الله اندړ وايي چې دغه سفر د افغانستان امنیتي مسائلو لپاره د اهميت وړ دی.
د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب د چنګاښ په نهمه د پنجشنبې په ورځ مسکو ته سفر وکړ. ښاغلي اندړ وويل چې ياد سفر د دوو ورځو لپاره ؤ.
د وسلو پېر د سفر په اجنډا کې شامل ؤ؟
داسې اټکل کېږي چې د وسلو پېر هم روسيې ته د ملي امنيت شورا سلاکار د سفر په اجنډا کې شامل ؤ، خو لا تر اوسه په دې اړه جزئيات نشته. له دې وړاندې روسي رسنيو په مسکو کې د افغانستان سفير سيد طيب جواد له قوله راپور ورکړی ؤ چې افغانستان چمتو دی څو له روسيې څخه وسلې او پوځي تجهيزات وپېري.
سيد طيب جواد د روسيې ټاس رسنۍ سره په خبرو کې ويلي دي چې که د دواړو هېوادونو ترمنځ په دې برخه کې کومه هوکړه وشي، نو افغانستان به له روسيې څخه پوځي تجهيزات وپېري. د ټاس خبري رسنۍ راپور د غبرګولي په اتمه د شنبې په ورځ خپور شوی دی. د افغانستان سفير هيله مندي ښودلې ده چې روسيه به د هېواد پوځي تجهيزاتو ترميم او په ځانګړي ډول د روسي چورلکو ترمیم برخه کې مرسته وکړي. ښاغلي جواد همداراز هيله مندي ښودلې چې روسيه به د افغان پيلوټانو او ميکانيک انجنيرانو لپاره د روزنې زمينه برابره کړي.
د دې ترڅنګ د هېواد بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر له دې وړاندې ويلي ؤ چې چين د افغانستان امنيتي ځواکونو د ملاتړ غوښتنې ته مثبت ځواب ويلی دی.
وبه لیدل شي چې په افغانستان کې د امريکا بديل کوم هېواد کېدای شي.