د انساني ټولنو په بستر کې جوړښتي بدلونونه تل ټولنیز، سیاسي انګېزې او له ټولو مهم اقتصادي لاملونه لري چې کېږي په کورني بهرني ابعادو کې مطالعه شي. دا چې ملایانو ولې او څنګه وکړای شول د افغانستان د سیاسي واک پر سر په ناپایه جګړه کې، د پښتون د قومونو پېچلو جوړښتونو ته بدلون او خانانو ته ماتې ورکړي، کولای شي له اوسني وضعیت نه د درک په برخه کې مرسته وکړي. دا لیکنه د خانانو او ملایانو د پښتنو قومونو د مشرۍ پر سر جګړه او دغه راز په کورني او بهرني برخو کې د ملایانو بریا څېړي. له مخکې فرض دا دی چې اوسمهال ملایان د خانانو پر ځای ناست او هماغه رول لوبوي چې یوه ورځ خانانو ترسره کاوه. هغوی جګړه ماران لري، له خلکو تغذیه کېږي او هغه شاه ته چې دا مهال د «امیرالمومنین» په جامو کې راڅرګند شوی، سیاسي مشروعیت ورکړی دی.
د پښتنو د قومونو په لیکدود کې، خانان د افغانستان په تېره د سوېل ټولنې د واک او ثروت منځني او لوړو جوړښتونو کې د ټولنیزې یوې پایګاه په توګه له ځانګړي درناوي نه برخمن دي. خان د اقتصادي، سیمه نفوذ، مزدورانو، جګړه مارانو لرونکی او په ځانګړو مواردو کې په ټوله مانا یو دیکتاتور دی چې فوق العاده ځانګړتیاوې لري. په ټوله کې یو قوم که هر څومره د شاه تابع هم وي، بیا هم ډېری د خان له قوم نه اطاعت کوي. (الفستون، ۱۳۷۳) کله چې احمدشاه دراني په اتلسمه پېړۍ کې واک ترلاسه کړ، خپل مشروعیت یې د خانانو له یووالي ترلاسه کړ. سره له دې چې تاریخ لیکونکی او افغانستان پوه، جاناتان لي، د احمدشاه ابدالي واک ته د رسېدلو څرنګوالی یوه پوځي کودتاه بولي. له دې ورهاخوا دا چې ابدالي خپل مشروعیت د خانانو له یووالي ترلاسه کړی یا هم پوځي کودتاه له لارې، په دې ټکي پوهېدل اړین دي چې له احمد شاه ابدالي وروسته، د پښتنو د شهزاده ګانو واک ته د رسېدو په برخه کې د خانانو مرسته او د انګلیسانو او روسانو ملاتړ کلیدي رول درلود. د افغانستان د سیاسي واک د ترلاسه کولو پر سر له نېږدې درې پیړۍ تاوتریخوالي او جګړو وروسته اوس د طالبانو د پردې ترشا مشر ملا هبت الله، په هماغه ځای کې ناست دی چې یوه ورځ احمدشاه ابدالي او د پښتنو شهزاده ګان ناست وو. توپیر یې یوازې دا دی چې ابدالي او وروسته د ابدالي شهزاده ګانو د خانانو له یووالي او د هماغه وخت له استعماري واکمنو یې خپل مشروعیت ترلاسه کړ او ملا هبت الله خپل مشروعیت د ملایانو له یووالي او د دوحې د تړون پر بنسټ د امریکا د ضمني ملاتړ له مخې تر لاسه کړی دی. اوس اساسي پوښتنه رامنځته کېږي چې ملایانو څنګه وکړای شول د سیاسي واک په جوړښت کې د پښتنو د خانانو ځای ونیوه او دغه بدلونونه څنګه رامنځته شول؟
خان څوک دی او ملا له کوم ځای راغی؟
د خان د کلیمې معنايي او تاریخي ریښې موندل په ایران د مغلو برید او د میراث تاریخ ته ورګرځول کېږي چې ترکي –مغولي ریښه لري ( کیاوند، ۱۳۶۸). دلته له خان نه د لیکوال موخه، د قومونو له لویو مشرانو نیولې بیا تر سیمه ییزو ملکانو او کلیوالي اربابانو پورې ټول پکې شاملېږي چې د سیاسي-ټولنیز واک په منځني جوړښت کې حضور لري. په افغانستان کې خان د شاه د اصلي ملاتړو په توګه پېژندل کېږي چې سیمه ییز نسبي واک لري؛ هغوی د شاه په نیابت مالیې راټولولې او د شبکې په ډول ( شاران، ۲۰۱۷) د کلیوالي مرکز تېښتونې ټولنې (ابراهیمي، ۱۳۹۹) د شاه تر څنګ ټولول. په واقعیت کې شاه د خان ژمنتیا غوښتله او خان د خلکو ژمنتیا چې ګډې ګټې درلودې. دغه جوړښت سلګونه کلونه دوام وکړ او اوس له منځه تللی دی. په هغه وخت کې حتی ملایان هم په سیمه ییزو جوړښتونو کې د خانانو د امرونو تابع او په لویو ښارونو کې خپله د شاه د امرونو تابع وو او په نوم به یې د جمعې د لمانځه خطبې ویلې چې د خانانو د صلابت او د شاهانو د سیاسي واک څرګندوینه کوي.
د افغانستان کلتوري او ځمکني اقتصادي جوړښټ خانان یې د اقتصادي او سیاسي ځانګړي ځای ته رسولي وو. هغوی د ملوک الطوایفي شبکې درلودې چې له یوې خوا یې د پادشاه استازیتوب کاوه او سیمه ییز اقتصادي او سیاسي جوړښټونه یې کنټرولول له بلې خوا د خلکو په استازیتوب یې د هغوی غوښتنې او غږ د شاه تر دربار پورې لېږدول او یوه دوه اړخیزه اړیکه یې نندارې ته وړاندې کړې وه. پر دې سربېره، خانانو سیمه ییز ملایان تر خپل کنټرول لاندې نیول او هغوی یې مدیریت کول. ټولې دغه اړیکې په نالیکلي او سنتي ډول او د دواړو خواوو د ګټو پر بنسټ ټینګېدلې. هم د خان او د خلکو او هم د خان او د دولت اړیکې د ګډو ګټو پر بنسټ وې او په قبیله یي نظم کې سیمه ییز جوړښتونو هم هغه منل. په دې برخه کې اقتصادي بعد ډېر اهمیت درلود او د سیمه ییز اقتصاد شریانونه د خانانو په لاس کې وو او له هغې لارې یې حاکمیت کاوه.
روحانیت هم یو مذهبي- ټولنیز مقام دی چې د هغه ریښه افغانستان ته د اسلام راتګ ته ورګرځي. ملا، مولوي، قاري، د جومات امام او ټول هغو کسانو ته ویل کېږي چې د دیني علومو زده کړې کوي (صالحي، ۱۳۹۸) یا روحانیت هغو کسانو ته چې په ځانګړو ښوونیزو ځایونو کې د دین زده کړه وکړي او د هغه معنا هم روح ته ورګرځي ( یعقوبي، 1392). په ټوله کې، ملایان په افغانستان کې یو ټولنیز واکمن قشر دی چې د مذهبي نظم او نسق سربېره، په ښوونه، قانون جوړونې او قضا کې بوخت دي او په سیاسي واک کې هم ونډه لري. په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې ملایانو د امان الله خان د پرمختیا غوښتونکی حکومت له منځه یوړ، د بې سیاله واکمن قشر په توګه راڅرګند شول چې کورني نسبي همغږي لري او تر ټولو مهم د خلکو د کوچنیو ټولنو د بسیج کولو او د حکومتونو له منځه وړلو واک یې درلوده او لري یې.
سره له دې چې ملایانو د مشروعیت ورکونې د قشر په توګه په سیاسي جوړښتونو کې یې برخه درلوده او هغو ته یې لاسرسی درلود، خو د اقتصادي لویو شبکو او سرحدي اړیکو د نه لرلو له امله یې نه شو کولای د خان له سیمه ییز امرونو او د شاه له امرونو سرغړونه وکړي. هغوی په افغانستان کې د کمونیستي رژیم له حاکمیت نه مخکې ډېر لږ سیاست ته مخه کوله او یوازې خپلې ګټې ورته مهمې وې چې حکومتونه یې باید په پام کې ونیسي او د هغوی یو شمېر غوښتنو ته درناوی وکړي. په واقعیت کې تر هغه وخت پورې ملایان لا د خانانو د امرونو تابع نه وو. د بېلګې په ډول هغه ملایان چې د امان الله خان پر ضد راپاڅېدل، ټول د هغو مالیې تېښتونکو د خانانو ملاتړي وو چې د مالیو له ورکړې یې سرغړونې کولې. په بل عبارت، هغه غورځنګ چې امان الله خان یې له منځه یوړ، د مالیو تېښتونکو خانانو او ملایانو غورځنګ و چې غوښتل یې داسې حکومت رامنځته کړي چې د هغوی ګټې خوندي کړي، نه دا چې خپله د حکومت مشري په لاس کې واخلي.
په ناغوښتنې ډول د کمونیستانو واک تر لاسه کول د ملایانو د ډېریو وګړو او د جګړه مارانو ځواکونو د انسجام لامل شول (جیوستوزی،۱۳۸۷). دغه ځواکونه چې د سیاسي اسلام په ایډیولوژۍ سمبال وو او وروسته یې کابل تر خپل واک لاندې راوست، په سیاسي جوړښت کې، سیمه ییز نظم، اقتصادي ګډوډي او تر ټولو مهم په ټولنیز نظم کې د ډېرو اساسي بدلونونو لامل شول ( پهلوان، ۱۳۷۷). کمونیستانو او له هغو وروسته د کورنيو جګړو او د مجاهدینو وخت او د یادو جګړو له زړونو نه د طالبانو راوتل، په افغانستان کې یې ډېر لوی بدلونونه راوستل. یو له هغو بدلونونو دا و چې ملایان یې د خانانو پر ځای کښېنول او د خانانو سیاسي-اقتصادي واک یې د تحلیل پر لور یوړ. ملایان له کمونیستانو مخکې د حکومت د رامنځته کولو په فکر کې نه وو؛ خو د کمونیستانو د واک له پیل او په نړۍ کې بدلونونو چې له اسلام نه د سیاسي ملاتړ لامل شو، هغوی د واک ترلاسه کولو لپاره هڅې پیل کړې چې یوه بېلګه یې د ملا عمر په مشرۍ طالبان او اوس د ملا هبت الله په مشرۍ دي؛ خو دغه بدلونونه څنګه رامنځته شول او څه پایلې به ولري؟
نړۍواله کچه؛ ناسیونالیسم یا اسلام پالنه؟
په نړۍواله کچه شلمه پېړۍ له یو بله سره د ایډیولوژیو د ټکر، د ناسیونالیسم د ظهور او د ډېرو جګړو عصر و چې نړۍ له هغو سره د مخامخ کېدو په وخت کې بېلابېل اقدامات او سیاستونه غوره کړي دي. په دې لیکنه کې له نړۍ نه د لیکونکي موخه لوېدیځه نړۍ او واکمن هېوادونه دي چې په نړۍوال چاپېریال کې خپل درناوی لري. په دې وضعیت کې ازادې نړۍ د دوو لاملونو له مخې چې کېږي فرعي لاملونه هم هغه سره ور زیات کړو، په مسلمان-عربو هېوادونو کې د ناسیونالیسم پر وړنداې یې له اسلام پالنې ملاتړ وکړ او بې شمېره تبلیغاتي، اقتصادي او سیاسي امکانات یې د اسلام پالنې په واک کې ورکړل. لومړی لامل د کمونیسم د ورځ تر بلې د پراختیا پر وړاندې مبارزه وه. لوېدیځ هېوادونه پوهېدل چې هېڅ ځواک د سیاسي اسلام په کچه د کمونېسم پر وړاندې په مبارزه کې بریالی نه دی او له همدې امله یې له اسلام پالنې ملاتړ وکړ.
د ایران د اسلامي جمهوري واک ته راتګ په کابل کې د شوروي په ملاتړ د دولت پر وړاندې د افغانستان له مجاهدینو ملاتړ، د کمونېسم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له اسلام پالنې د نړۍوال ملاتړ له بېلګو دي. دوهم لامل خو لږ پېچلی دی. د شلمې پیړۍ په وروستیو کې د عربي هېوادونو په منځ کې د ناسیونالیسم او پان عربیسم د فکر موجونه په راخوټېدو شول. د عرب واکمن هېوادونه لکه لیبیا، عراق، سوریې او مصر په سیمه یې مضاعف واک درلود او د ناسیونالیسم فکر کولای شوای د عرب مسلمانانو د یووالي لامل شوی وای او د اسراییلو تازه رامنځته شویو هېوادونو لپاره جدي ګواښ پېښ کړي. اسلام پالنه د ناسیونالیسم لپاره د زهر دارو و او کولای یې شول عربان او مسلمانان ټوټې ټوټې کړي او هغوی د افراطیت په لوري وهڅوي. له دې لارې، هم نفتي ډګرونه د استعمارګرو لویو واکمنو لاس ته لوېدل او د هغوی ګټې یې ور خوندي کولې او هم عربان او مسلمانان یوه واکمن یووالي ته نه رسېدل چې د اسراییل لپاره، په منځني ختیځ کې د لوېدیځ د واک دغه نماد، جدي ستونزه جوړه کړې ده. ( عطوان، ۱۳۹۶) په نړۍواله کچه له اسلام پالنې ملاتړو ملایانو ته د واک ترلاسه کولو زمینې برابرې کړې او د واک غوښتنې سیاسي روحانیت او تاوتریخوالي لپاره یې چاپیریال برابر کړ.