د طالبانو د خوبونو ټولنه

محمدعلي نظري

هغه ټولنه چې  طالبان یې غواړي، هغه څه نه دي چې د افغانستان ولس یې هم وغواړي. له همدې امله د دا شان ټولنې جوړول، ساده نه دي. طالبان د لارې په سر کې اړ شوي چې له لرګي، چماق او حتی مرمۍ او زندان نه کار واخلي څو د ټولنې د طالباني کولو لپاره لومړني ګامونه اوچت کړي. په همدې حال کې ټولنه د دغه وضعیت پر وړاندې مقاومت ښيي. ډېر شمېر ښځې او نجونې د ښوونځیو او پوهنتونونو په آنلاین ټولګیو کې په ښوونه او روزنه بوختې دي یا هم له هېواده بهر د زده کړو د بورسیو د لاسته راوړلو لپاره برنامې په لاره اچوي. ښځې له یو نیم کال شدیدو ځورونو وروسته لا هم سړکونو ته راوځي او اعتراض کوي. خلکو نه له هېواده لاس اخیستي نه له خپلو حقونو نه. له بل پلوه، له طالب نه هم تمه نه لري چې بدلون به وکړي او په اصطلاح (ښه طالبان) شي څو د انسانانو اساسي حقونو ته درناوی وکړي او له ډلې یې د زده کړې او د ښځو د کار حق په رسمیت وپېژني. د دا شان د تمې د نشتون او د طالب د کړنو او چلند د نه بدلون د علم له مخې، د دغه وضعیت دوام په دې معنی دی چې خلک د «دوهم امارت» د ژر پای ته رسېدو لپاره په تمه دي هغو ورځو ته چې وکولای شي خپل حقونه بېرته ترلاسه کړي. له همدې امله له اوس نه د برنامو په جوړولو اخته دي. هغه څه چې خلک یې په خپل مخکې ویني که په نېږدې راتلونکې کې هم نه وي، خو ازاده او غیر طالباني ټولنه به وي.

طالبان هم د خپل رژیم د پایښت لپاره کلک باور نه لري، سره له دې چې ټولې هڅې یې د دغه امر لپاره په کار اچولې دي. د دغې ډلې په چلند کې ډېرې نښې لیدل کېږي چې خپله د نظام د پایښت لپاره باور نه لري. دا چې تل تېر ته د هېواد په تللو ټینګار کوي، په داسې حال کې چې پرمختګ د ټولو انساني ټولنو برخلیک دی، د دې ښکارندويي کوي چې هغوی نه شي کولای اوسني عصر سره ځان برابر کړي او نه غواړي چې دا کار وکړي. د دغې غوښتنې او وس په نه شتون کې، تل نه شي کولای د ټولنې د پرمختیا د وړتیا په مخکې خنډ وګرځي. هېڅ واک نه شي کولای د ټولنې د پرمختیا خنډ وګرځي. وروسته پاتې ټولنې له ډلې یې د افغانستان ټولنه هم د تېرو څو لسیزو او سلو کلونو وړاندې په پرتله، د پام وړ پرمختګونه لرلي دي. وروسته پاتې واکمنې ډلې یوازې څه چې کولای شي او کوي یې هم هغه دا دي چې پرمختیا او پراختیا له ځنډ سره مخ کړي، نه دا چې وکولای شي د هغو په مخکې خنډ وګرځي. له مدرنو پدیدو سره دا دښمني، له کتاب او پوهنتون نه نيولې تر رسنیو او هنر، د اوبو د جریان خلاف لامبو وهل دي. دا شان چلند له هغه چا نه تمه کېږي چې راتلونکي ته نه ګوري او د هغه پر وړاندې روښانه لیدلوری نه لري.

په دې یادداښت کې په دې بحث کوو چې د طالبانو چلند ته په پام، د دغې ډلې ارماني ټولنه څه ډول ده. له کومه چې افغانستان له سیمې متاثره ده او پر هغه اغېز اچوي، د طالبانو بهرنیو اړیکو ته هم کتنه کېږي.

له طالبانو سره د مخامخ کېدو څرنګوالی، هم د افغانستان یو شمېر خلکو ته ناڅرګنده مسله ده او هم د هېواد په مسله کې د شاملو هېوادونو لپاره. د افغانستان له خلکو سره د طالبانو مخامخ کېدل سره له دې چې روښانه دي. دغې ډلې خلک په یوه ډول تر خپل کنټرول لاندې نیولي دي. همدا اوس د یوې ترهګرې ډلې په توګه چلند کوي، نه د یوه دولت په توګه. د بېلګې په ډول د ۱۴۰۱ کال د کب د میاشتې په ۲مه نېټه، یو ځوان هلک او د قند قوماندان خپلوان یې له پروان ولایت نه ونیوه څو دغه د پولیسو پخوانی قوماندان ځان تسلیم کړي. دا؛شان نیونې مو د هالیووډ او بالیووډ په محصولاتو کې ډېرې لیدلې دي، خو د یوې ډلې له لوري چې د حکومتولۍ او دولتدارۍ ادعا کوي له لوري نه. د زده کړو وضعیت، روغتیا، صنایع، سوداګري، معادن، بانک دارۍ، کرنې او د ټولنیز او  فرهنګي وضعیت ټول له وضعیت نه کړېږي. طالبانو د خپل لومړي پړاو په زعامت کې، ۲۰ کلونه یې له جمهوریت سره د جګړې او د خپل دوهم امارت یو نیم کلونه یې تل له خلکو سره جنګېدلي او هغوی یې وژلي او پر هغوی یې محدودیت لګولی دی.

سربېره پردې، له بهرنیو سره د دغې ډلې مخامخ کېدنه تل یو شان نه وه. هغو هېوادونو چې په بېلابېلو وختونو کې په پټه یا روښانه له دې ډلې ملاتړ کړی دی، ډېری یې اوس له دغې ډلې سره په ستونزو کې راګیر دي. د جمهوریت په وروستیو کلونو کې، ایران او اوزبیکستان د طالبانو ډلې ته ډېر نېږدې شول او په وار وار ایراني وسلې له طالبانو نه د دولتي ځواکونو لاسته لوېدلې دي. اوزبیکستان هم د جمهوریت له سقوط مخکې او وروسته د طالبانو له چارواکو کوربتوب کړی دی. اوسمهال همدا دوه ګاونډي هېوادونه له طالبانو سره ډېر ستونزې له ډلې یې له طالبانو سره د پولو پر سر جګړه لري او خاورې یې تر ګواښ لاندې دي.

بل پلو ته پاکستان دی چې په ځینو مواردو کې د طالبانو د ویاند رول لوبوي او نېږدې د درېیو لسیزو په لړ کې د طالبانو له ظهور نه تر اوسه پورې د دې ډلې له اصلي ملاتړو نه دی. اوس همدا هېواد هم له طالبانو سره په ستونزو کې راګیر دی. دیپلماتیک او پوځي تګ راتګ هم دا ستونزه حل نه شوای کړای. یوه ورځ وسلوالې نښتې لري او بله ورځ سرحدونه تړي.

که د بېلګې په ډول یوازې له پاکستان سره د طالبانو مخامخ کېدو ته وګورو، داسې ښکاري چې له کړاوونو ډکه راتلونکې به ولرو. تر اوسه طالبانو له هغې ډلې ملا هبت الله په ځیني وختونه له «نړۍوال جهاد» نه خبره کړې ده چې په ټوله نړۍ کې د امارت د خلافت رامنځته کولو په معنی دی او تر هغې وړاندې په اسلامي هېوادونو کې دی. دغې مسلې، د ځمکنۍ بشپړتیا او د اسلامي هېوادونو د حاکمیت له ډلې یې پاکستان تر خپل هدف لاندې نیولی دی. یو ځلې د افغانستان د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د پاکستان نافذه قوانین غیر اسلامي بللي دي. له بل پلوه، د افغانستان طالبان د پاکستان طالبانو ته شا نه شي اړولی او یاده ډله د پاکستان د دولت پر ضد درانه عملیات ترسره کوي.

د ۱۹۹۰ لسیزې په دوهمه نیمایي کې که له پیل نه تر پای پورې پاکستان د طالبانو تر شا ودرېدل، د دې له امله و چې اسلام اباد داسې فکر کاوه دغه ډله کولای شي د خپل سوېلي ګاونډي ګټې خوندي کولای شي؛ خو دا وار د ټي ټي پي پر سر د پاکستان او د افغانستان د طالبانو ګټې سره په ټکر کې دي. دغه د ګټو ټکر، د افغانستان له طالبانو نه د اسلام اباد د ملاتړ کچه راټیټوي. په هره کچه چې ټي ټي پي په پاکستان کې عملیات ترسره کړي، په هماغه کچه د کندهار او اسلام اباد اړیکې ترینګلې کېږي. د ګټو دغه ټکر (د ټي ټي پي شتون) په لنډ وخت کې له منځه تلونکی نه دی او له همدې امله، اړیکې هم د دغې ډلې د فعالیتونو سره سم ګرمېږي او سړېږي.

دغه راز طالبان پاکستان لوېدیځ ته په مزدورۍ تورنوي. ملا عبدالسلام ضعیف د «ګوانتامو په انځورونو کې»  کله چې غواړي د پاکستان د ځواکونو په لاس د خپل د نیول کېدو او بیا امریکايي ځواکونو ته په لاس ورکولو کیسه وکړي، پاکستان خپل هغه ورور ګڼي چې له نوموړي سره یې خیانت کړی دی. نوموړی همدلته د پاکستان د دولت مامورین په بدو الفاظو یادوي او هغوی «مزدور» بولي. په بل ځای کې، د پاکستان دولت «ظالم» او «انسان خرڅوونکي» په توګه یادوي. څو پاڼې وروسته په کنایې سره پاکستان ته د «مجبورستان» لقب ورکوي او وايي اړ دی چې له امریکايانو نه اطاعت وکړي. زه له دې ځایه داسې څه برداشت کوم که هر څومره پاکستان یا هم بل کوم هېواد له طالبانو سره نیکي کړې وي، له دې ډلې نه باید د مننې تمه ونه لري. په عمل کې هم په څلورو خواوو کې د پولو پر سر جګړې وینو.

ملاضعیف دغه راز د پاکستان د دولت د یوه مامور په اړه وايي: «خو هغه بې رحمه مزدور، په ډېره تنده لهجه یې راته وویل چې زمونږ لپاره اوس قانون او اسلام مهمه نه دي، بلکې یوازې او یوازې د پاکستان ګټې مهمې دي او بس.» (له ګوانتامو نه انځورونه، ۲۴ پاڼه) د طالب د یوه چارواکي د کتاب همدغه برخه، په واضح ډول ښيي چې دواړو خواوو ته خپلې ګټې مهمې دي، نه اسلام او نه بل څه له ډلې یې خدمتونه یا هم تېر او اوسني مالي ملاتړ؛ د خپلو هېواونو پر وړاندې د دولتونو مسوولیتونو ته په پام، د خپلو ګټو لپاره هڅې او درېدل یې سم هم دي.

طالبان او د افغانستان خلک

له کومه ځایه چې طالبان د یوه قانوني حکومت په توګه چلند نه کوي، له تر ټولو عمومي فضا نه نیولې د وګړو تر شخصي حریم پورې یې تیری کړی دی. حتی د وګړو له تر ټولو خصوصي حریم یعنې د هغوی د خوب بسترې ته هم امر او نهې کوي او فرمان ورکوي. د بېلګې په ډول، هغوی د ښځو له لوري له باردارۍ نه د مخنیوي له درملو نه په ګټه اخیستنې بندیز لګولی دی. طالبان کېدای شي د «نړۍ جهاد» پرمخ بیولو لپاره ډېرو جګړه مارانو ته اړتیا ولري. د ژوندانه ټولې حوزې په افغانستان کې په شدت سره د طالبانو له لوري کنټرولېږي، خو په دغه یادداشت کې درېیو مذهبي، سیاسي او فرهنګي حوزو ته اشاره کېږي.

طالب او مذهب

طالبان ځان حنفي مذهبه بولي. له هغه ځایه چې د طالبانو د مشرانو لویې برخې یې د پاکستان په دیوبندیه کې زده کړې کړي دي او په پاکستان کې د دیوبندي له سیاسي جریانونو سره نېږدې اړیکې لري، دغه ډله د دیوبندي ښوونځي د لارویانو په تړګه هم یادېږي. په عمل کې بیا طالبان نه د حنفي مذهب او نه هم د دیوبندي ښوونځي د سنت لارښوونو ته پاملرنه لري. مولانا فضل الرحمن په پاکستان کې د دیوبندي ښوونځي د اصلي جریان رهبر دی چې د پاکستان د دموکراسۍ یوه برخه جوړوي او په خپل هېواد کې یې د ښځو مشرۍ هم منلې ده؛ خو طالبان له دغو ټولو سره مخالف دي. طالبان ښځې کم عقلې او دموکراسي کفري نظام بولي. همدا اوس چې فضل الرحمن د نواز ډلې مسلم لیګ او د پاکستان د خلکو ګوند سره د ايتلاف له مخې پر دغه هېواد حکومت کوي، د دغه هېواد د لویې څارنوالۍ یوه غړې یې ښځینه ده، په داسې حال کې چې طالبان د ښځو له قضاوت سره مخالف دي. د هند دیوبندیه بیا ډېر معتدله دي او حتی تر هغه ځایه پورې مخکې تللي دي چې سیکولاریزم یې د هند لپاره یوه اړتیا بللې ده. (انصاري، ۳۷:۱۳۹۱  )

طالبان د مذهب له پلوه ټولنه د خپل ځان په شان غواړي: یو لاس او تندلاري. د طالبانو اوسني مشر د دغې ډلې تر کنټرول لاندې ادارو د بشري سرچینو له رییسانو سره په غونډه کې ویلي دي چې خلک باید داسې مسلمانان شي چې هېڅ څوک مخالف پاتې نه شي. د مسلمانانو مسلمان کول، پرته د هغوی تندلاري توب او د طالبانو د ډلې په لاره د هغوی له بدلون بل څه نه شي کېدلای. له همدې امله، دغه ډله د هېواد رسمي مذهبونه له ډلې یې شعیه هم په رسمیت نه پېژني. سره له دې چې ځانونه د حنفي مذهب لارویان بولي او په فرمانونو کې یې هم د حنفي فقهې په پلي کېدو ټینګار کړی دی، خو په عمل کې د دغه مذهب د لارښوونو پر خلاف چلند کوي. د ډاکتر امین احمدي په خبره، د مدارا عنصر په ټولو اسلامي مذهبونو له ډلې په حنفي مذهب کې شتون لري؛ خو طالبان هېڅ ډول انعطاف نه مني، نه په مذهبي مسایلو او نه په سیاسي او پوځي مسایلو کې. له همدې امله، نه شو کولای طالبان د حنفي مذهب پرحقه لارویان وبولو او نه د دیوبندیې د ښوونځي پرحق استازي.

بشیر احمد انصاري په «د طالبانو مذهب» کتاب کې دغه ډله د اعتقاد له اړخه څېړلې ده او د «خوارجو» نسخه یې بللې ده. نوموړی وايي: «د طالبانو د باور ریښې د مسلمانانو په تاریخ کې یوازې یوې مذهبي ډلې ته ورګرځي چې د راڅرګندېدلو نښې یې د اسلام د پیغمبر ص په وخت کې تر سترګو کېدلې؛ هغه ډله چې وروسته بیا د «خوارجو» په نوم یاده شوه.

انصاري دغه راز د خوارجو د تاوتریخوالي له چلندونو یادونه کوي چې ځانونه یې له پیغمبر ص نه مسلمان او عادل ګڼل او په ډېرو ځایونو کې یې د قران او د اسلام د پیغمبر د امرونو پر خلاف امر او نهي کول. د انصاري له نظره، طالبان هم دا شان چلند لري.

له ښځو سره د طالبانو چلند د اسلام د پیغمبر له چلند نه هم سخت دی له ډلې یې د کار، زده کړې او سفر په تړاو. هغه څه چې انصاري د خوارجو د ځانګړتیاو په توګه فهرست کړي دي، کولای شو د طالبانو په چلند کې له ورایه ووینو، له تعصب او تاوتریخوالي نیولې تر ویاړ او د زغم نه لرلو او وینې تویونې پورې… چې ټولو ته دیني رنګ ورکوي. له دې امله د مذهب له پلوه د طالبانو د ډلې ارماني ټولنه، هغې ټولنې ته ورته ده چې په لومړۍ هجري پېړۍ کې خوارجو غوښتله، خو د هغې په رامنځته کولو بریالي نه شول. زه باور لرم چې طالبانو هم سره له دې چې د دا شان ټولنې د جوړولو لپاره ټولې سرچینې په کار اچولې دي، خو خپلې موخې ته نه رسېږي. د افغانستان په کور د ننه او بهر کې د دغې ډلې پر وړاندې د مقاومت بېلابېل غورځنګونه، د دغې مسلې ښکارندويي کوي.

طالبان سره له دې چې د سلفیت له لارویانو سره ډېر تند چلند کوي او په تېر یو نیم کال کې یې په وار وار د هغوی ملایان وروژلي دي، خو تېر ته ورتګ او د اسلام صدر ته ورګرځېدل خپلې موخې بولي او په دې امر کې له سلفیت سره ډېر نېږدې دي.

له سیاسي پلوه

لکه څرنګه چې طالبان تل ادعا کوي، هغوی یوه دیني ټولنه او له قانون نه پرته یو هېواد غواړي. د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده، د ۱۴۰۱ کال د زمري په ۵مه نېټه، د خپلې ډلې له والیانو سره په کندهار کې د یوې غونډې په ترڅ کې وویل چې د بشر په لاس جوړ شوي قوانین نور په افغانستان کې د پلي کېدو وړ نه دي او دغه ډله خپلې پرېکړې د شریعت پر بنسټ نیسي. له هغې وروسته د دغې ډلې د عدلیې وزارت هم وویل چې د سیاسي ګوندونو فعالیتونه بند دي او له هغې یوه ورځ وروسته یې اعلان وکړ هر کله چې د افغانستان خلک له سیاست سره بلد شول، ګوندونه به خپل د جواز فعالیتونه بېرته ترلاسه کړي. له همدې امله، د طالب ارماني هېواد، له قانون پرته هېواد دی؛ هغه ځای کې چې د دغې ډلې هر عسکر وکولای شي هم قانون وي، هم څارنوال، هم قاضي او هم د قانون پلي کوونکی او د مجرم/مظنون سزا ورکوونکی. په هغه هېواد کې، هېڅ سیاسي ډلې سیال ته اړتیا هم نه شته. د ملا هبت الله په خبره، حتی یو مخالف وګړی هم باید نه وي. (د وزارتونو له بشري سرچینو سره د ملا هبت الله د صورت جلسې ۱۴ بند)

دا ډول ټولنه، د هغې ډلې لپاره چې سیاسي روښانه لیدلوری نه لري او د قانوني حکومت د جوړولو وړتیا په ځان کې ونه ویني، یوازینۍ ټاکنه ده. د قانون په حکومت کې، ټول کړه وړه د یوې معتبره او منل شوې رویې پر بنسټ ترسره کېږي، خو طالبان په هغه رویه کې ځان نه شي موندلی او د یونس نګاه په وینا دغې ډلې له یوې جګړه مار او جهادي ډلې یوه سیاسي سازمان ته پرمختیا ورنشوای کړای. د طالبانو ډله د پوهنتون ښوونکی د هغه له لوري د ماین ایښودنې د شمېر له مخې ګماري او علمي رتبه ورکوي، خو د قانون په حکومت کې، دا ډول کړنه ممکنه نه ده. حتی د دولسم ټولګي او لیسانس او ماسټري د سند په وېش کې چې دا مهال په پراخه توګه دا پروسه دوام لري، که قانون حاکم وي، د طالبانو لاس لنډېږي؛ ځکه قانون اجازه نه ورکوي چې ښوونځي ته نه تلليو او د پوهنتون نه لیدلو وګړو ته د لیسانس او ماسټرۍ سند د ډالۍ په توګه ورکړل شي. له دې امله، قانون په حقیقت کې د طالبانو د کمزورتیا ټکی دی. طالبان نه شي کولای داسې قانون جوړ کړي چې پر بنسټ یې څوک د لیسانس د سند د نه لرلو په صورت کې د پوهنتون رییس شي؛ خو د قانون په نه شتون کې، د ملا د یوه حکم له مخې د دا ډول کړنې ترسره کول ممکنه ده. له همدې امله، حتی کولای شو ووایو چې قانون د طالب د واک د دوام په مخالف لوري کې واقع شوی؛ په بل عبارت، د قانون شتون، د طالب نه شتون دی.

طالبانو تر اوسه ونه شوای کړای روښانه سیاسي راتلونکی ترسیم کړي، نه د خپلې ډلې او نه هم د هېواد لپاره، له همدې امله مشران او چارواکي یې ډېر لږ د خپل تېر او د هېواد د راتلونکي په اړه خبرې کوي. هغوی که د تېر په اړه هم خبرې وکړي، خپل تېر یې نه دی، په ځینو د تورونو لګول دي. که چېرې هم د خپل تېر په اړه خبرې وکړي، د خپل د تحریک د تشکیل د څرنګوالي په اړه خبرې کوي، نه د خپل نېږدې درې لسیزو سیاسي کړنو په اړه. یوازې هغه څه یې چې تر نن پورې د افغانستان د راتلونکي په اړه ویلي دي، ناروښانه جملې او د «دیني ټولنې» په اړه ابهامات دي بل څه نه، کله چې د راتلونکي په اړه خبرې وشي، په څو دعاګانو او هیلو پای ته رسېږي او همدغه عبارت «دیني ټولنه».

په لومړي پړاو کې پاکستان کې د طالبان سفیر او د ګوانټامو یو له زندانیانو عبدالسلام ضعیف له ګوانتامو نه د خپلو خاطرو د کتاب په پای کې، د «د افغانستان د ستونزو د حل لپاره زما نظر» تر عنوان لاندې یو بحث کړی دی. دغه بحث ډېری وختونه د یووالي او یو بل منلو شعارونه او د دیني ارزښتونو او ملي کلتورونو منل دي او یو شمېر هیلې. د خپلو هیلو له یادښت کولو وروسته، ویلي دي چې دغه کار [د هیلو ترسره کېدل یې] د اسلامي نظام د رحمت تر سیوري لاندې د امکان وړ دي او بس.» (ضعیف، ۱۴۲ پاڼه) حتی هغه کسان لکه ملاضعیف چې له نسبي زده کړو نه برخمن دي او ځان ورته متفکر طالب ښکاري، د افغانستان د راتلونکي لپاره هېڅ انځور نه شي ترسیمولای.

اصف ژمن په خپل کتاب «د یوویشتمې پېړۍ امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد» د ملا عمر د ویاند عبدالحی مطمین له خولې یو يادښت راوړلی چې په کندهار کې د طالبانو د بنسټ ایښودونکي د دوو ویناو لنډیز دی. لومړنۍ وینا یې د بیعت په سبا له یو زرو او ۵۰۰ دیني عالمانو سره په کندهار کې ترسره شوې ده او دوهمه وینا یې دوې ورځې وروسته د سپین بولدک د دیني عالمانو په غوڼده کې. مطمين ویلي دي چې نوموړي په ویناوو کې حضور درلود او د هغو لنډیز یې لیکلی دی. کله چې د یادو ویناوو لیکلی متن ولولو، ډېری برخې یې د طالبانو د تحریک د پیل د څرنګوالي په اړه دي او د یوه ملا د خوب لیدلو یو روایت. په هغو کې د راتلونکي په اړه څه نه شي موندل کېدلای. ملا عمر په داسې حال کې چې تازه د طالبانو «امیرالمومنین» ټاکل شوی دی او حکومت یې جوړ کړی دی او باید د راتلونکې او د نظم په اړه خبرې کړې وای خو د راتلونکي لپاره هېڅ ډول پلان نه لري. لکه څرنګه چې د ملا عبدالسلام ضعیف په خاطراتو کې هم راغلي دي، د افغانستان د ټولنې یوه برخه برخلیک په هغو خوبونو پورې اړه لري چې د طالبانو مشران یې ویني او یې جوړوي.

ورته لیکنې

Back to top button