۸صبح، کابل: د پنجشېر ځايي چارواکي د دوو اونیو لپاره د پاسپورټ د وېش بهیر د ځنډېدو خبر ورکړی دی.
د پنجشېر د امنیې قوماندانۍ د پاسپورټ آمر احمدکبیر حماس چهارشنبه د سلواغې پر ۱۳ له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې دا بهیر به د دوو اونیو لپاره ځنډېدلی وي.
نوموړي د پاسپورټ د وېش د ځنډېدو لامل تخنیکي ستونزې او د مرکزي چارواکو دستور بللی دی.
حماس زیاته کړه، چې د تخنیکي ستونزو له منځه تللو وروسته به دا بهیر په عادي توګه بېرته پیل شي.
هغه یادونه وکړه، چې په دې موده کې به راټول شوي سلګونه اسناد کابل ته ولېږل شي، تر څو هلته ورته رسېدنه وشي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش بهیر د تخنیکي ستونزو له کبله ځنډېدلی و.