د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني د کب د نهمې د سرتېري ورځې په مناسبت وینا کې ووېل چې نړیوالې ټولنې څلوېښت کاله افغانان له سولې بې برخې کړې دي.
ولسمشر د ملي دفاع وزارت په ودانۍ کې د سرتېري ورځې د لمانځنې په مراسمو کې وویل: «نړیوالې ټولنې څلوېښت کاله یو اولس له اوږده تاریخ، ځلانده تمدن او پياوړو خلکو سره له خپل اساسي حقه چې سوله ده، بې برخې کړی او دا د زغم وړ نه ده، موږ تلپاتې او باعزته سوله غواړو او دا سوله راتلونکې ده.»
ولسمشر غني د خپلو دغو څرګندونو په اړه لازیات توضیحات ورنه کړل، خو وې ویل چې څه موده مخکې یې د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا په ۴۶ ناسته کې هم دا موضوع مطرح کړې ده.
محمد اشرف غني وویل چې امنیتي ځواکونه د سولې لپاره د مناسبې فضا په رامنځته کولو کې رغنده رول لري او هغه جګړه چې د افغانانو پرخلاف روانه ده له عدالت او حقانیت سره په تضاد کې ده.
ولسمشر زیاته کړه چې د امنیتي ځواکونو پياوړتیا او سمبالول د دولت لومړنۍ دنده ده.
هغه وویل: «نن د افغان اولس او دولت لپاره د ویاړ ځای دی چې د خپلو دفاعي او امنیتي ځواکونو ورځ لمانځي او ستاسو له برکته افغانستان په خپلو پښو کلک ولاړ دی.»
د ولسمشر په وینا، که امنیتي ځواکونه موجود نه وای، دولت به هم نه و، ټول اولس او دولت د امنیتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دی او دغو ځواکونو ته د یوې شتمنۍ په توګه ګوري.
محمد اشرف غني زیاته کړه چې افغان امنیتي ځواکونو په تېرو شپږو کلونو کې څو کلن مزل کچ کړی او له دغو ځواکونو د خلکو ملاتړ په تېرو ۱۴۰ کلونو کې بې مخینې دی.
هغه امنیتي ځواکونه د هېواد د اساسي قانون ساتونکي او پلي کوونکي وبلل او وې ویل چې دا ځواکونه نه یوازې د افغانستان د خپلواکۍ بلکې د نړۍ د امنیت ساتنه هم کوي.
ولسمشر غني ژمنه وکړه چې په ۱۴۰۰ کال کې به د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د کورونو جوړولو بهیر پيل شي.
په دغه ناسته کې د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود میاخېل ووېل چې امنیتي ځواکونه د راتلونکي پسرلي د جګړو لپاره چې ښايي زیاتې شي بشپړ چمتووالی لري.
د کب نهمه د سرتېري په نوم نومولې او هر کال دا ورځ په ټول هېواد کې لمانځل کېږي.