۸صبح، کابل: د افغانستان له ښوونیز نظام څخه د ښځو او نجونو د بشپړ ګوښه کولو لپاره د طالبانو د مشر له نوي فرمان وروسته د امریکا ځانګړي استازي د طالبانو د دغې پرېکړې پروړاندې غبرګون ښودلی دی.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي چهارشنبه د لیندۍ پر دېرشمه نېټه په یوه لړ ټویټونو کې ویلي، چې د نړۍ هېوادونه باید د طالبانو له دغه سیاست سره د مقابلې لپاره یوځای شي.
هغه زیاته کړې: «دا د نړۍ لپاره مهمه شېبه ده. موږ باید یو موټی شو او له دغو سیاستونو سره سخت مخالفت وکړو او د افغان مېرمنو ترڅنګ ودرېږو.»
د ټام وېسټ په وینا، طالبانو د افغانستان د ښځو پر ژوند نوي او د نه دفاع وړ محدودیتونه لګولي دي.
له زدهکړو د نجونو د منع کولو او د پوهنتونونو د تړلو فرمان چې یوه میاشت مخکې د طالبانو د مشر له خوا صادر شوی و، تېره شپه د دغې ډلې د لوړو زدهکړو وزارت له خوا تایید شو.
د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د تړلو په هکله د طالبانو نوې پرېکړې نړیوال غبرګونونه پارولي دي.