ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د روسیې ولسمشر د دغه هېواد له ولسمشر او مذهبي مشر سره لیده کاته کړي دي.
ایراني رسنیو سهشنبه د چنګاښ پر ۲۸ ویلي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تهران کې د دغه هېواد له ولسمشر ابراهیم رییسي سره لیدلي دي.
په دې کتنه کې دواړو لورو د انرژۍ، ټرانزیټ او سوداګریزو راکړو ورکړو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د لا پراختیا او همدارنګه د سیمه ییزو پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي.
د روسیې ولسمشر له ابراهیم رییسي سره تر لیدلو وروسته د ایران له مذهبي مشر سیدعلي خامنه يي سره لیدلي دي.
د خپرو شویو راپورونو له مخې، له دغو لیدو کاتو وروسته به د روسیې ولسمشر له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره هم په تهران کې خبرې اترې وکړي.
وروسته به د «استانې بهیر» په نامه د روسیې، ترکیې او ایران ترمنځ سرمشریزه جوړه شي. دا غونډه د سوریې د کړکېچ د حل په موخه جوړېږي.