د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسراییل او فلسطیني ډلو ترمنځ د یرغمل شویو کسانو د تبادلې لپاره د انقرې پر هڅو ټينګار کړی او ویلي دي چې له تل ابیب سره یې د هېواد سوداګریزې اړیکې ختمې شوې دي.
د اناتولي خبري اژانس د راپور په حواله، اردوغان چهارشنبه د اپريل پر ۲۴مه په انقره کې له خپل جرمن سیال فرانک والټر شټاینمایر سره په یوې خبري غونډه کې د اسراییل او فلسطیني ډلو ترمنځ د یرغمل شویو کسانو د تبادلې لپاره د انسانتیاوو په برابرولو او په دې برخه کې یې د ترکیې د هڅو پر دوام ټنیګار کړی دی.
نوموړي زیاته کړې: «د یرغمل شویو د تبادلې لپاره هڅه کوو او هیله لرو چې بریالي شو.»
اردوغان د غزې حالت او پر دغې تړانګې د اسراییلو بریدونو دوام ته په اشارې ویلي چې بنیامین نتنیاهو د خپل سیاسي ژوند د اوږدولو لپاره د سیمې خلکو او ان د اسراییلیانو امنیت له ګواښ سره مخ کړی دی.
د ترکیې ولسمشر زیاته کړې: «په غزه کې د اوربند ټينګولو او له خنډ و ځنډ پرته فلسطیني وګړو ته د مرستو رسولو هڅو ته دوام ورکوو. اسراییلي دولت دې نه پرېښودل کېږي چې په غزه کې ترسره کړی بشریت ضد وژنې او جنایات له عامه اذهانو لرې کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې ترکیه د روانې اوونۍ په لومړیو کې د حماس د سیاسي څانګې مشر اسماعیل هنیه او د دغې ډلې د ځينو نورو مشرانو کوربه وه.
رجب طیب اردوغان ترې د استانبول ښار په دلمهباغچه ماڼې کې تود هرکلی وکړ.