۸صبح، کابل: د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو پخواني وزیر جان اڅکزي پر طالبانو د مقاومت جبهې وروستیو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي چې ښکاري په افغانستان سخت بغاوت پېل شوی دی.
نوموړي شنبه د وري پر ۱۱مه په خپله اېکسپاڼه کې د مقاومت جبهې خبرپاڼه شریکه کړې ده.
نوموړي لیکلي: «داسې ښکاري چې په افغانستان کې سخت بغاوت پېل شوی دی.»
په دې وروستیو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې پر طالبانو د مقاومت جبهې بریدونو زور اخیستی دی.
نوموړې جبهې بیګاه شپه ادعا کړې وه چې د کابل په میرویس میدان او دهمزنګ په سیمو کې د طالبانو پر پوستو دوه بریدونه کړي چې له کبله یې درې طالبان وژل شوي دي.
څه موده وړاندې جان اڅکزي طالبانو ته خبرداری ورکړی و که د افغانستان له خاورې د پاکستان مخالفان پر دغه هېواد خپلو بریدونو ته دوام ورکړي په خبره یې، د دغه هېواد ځواکونه به افغانستان ته دننه شي.